کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو څارویو د «پي.پي.آر»ا طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو.
یاد کمپاین د مالدارۍ او د څارویو روغتیا آمریت تر چتر لاندې، د ځانګړو روزل شوو تخنیکي کارکوونکو له‌خوا عملي کېږي. د کمپاین موخه د دې وژونکې ناروغۍ مخنیوی، د څارویو روغتیا خوندي کول او د مالدارانو اقتصادي وضعیت پیاوړي کول، بلل شوي دي.
د واکسین لړۍ به په شفاف، منظم او پراخ ډول ټولو سیمو ته وغځېږي او تمه ده، چې دا بهیر د مالدارۍ سکتور د پراختیا، د څارویو د مرګ ژوبلې د کمېدو او د څارویو تولیداتو د زیاتوالي سبب شي.
یاد کمپاین به تر هغې دوام وکړي، ترڅو د یاد ولایت مالداران او د هغوی څاروي له دې واکسین څخه برخمن شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت