کندز کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ساتنې په پار هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۲:۱۳
کندز کې د ځنګلونو او طبیعي سرچینو ساتنې په پار هڅې

۱۳ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د علي آباد ولسوالۍ د ځنګلونو د کمیټې له غړو سره وکتل. په دې غونډه کې د کندز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي امان الله حسن د ځنګلونو او څړځایونو د طرزالعمل او قانون، د ځنګلونو د ساتنې، پالنې او د ځنګلونو د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د ځنګلونو د وهلو او پرې کولو د مخنيوي په اړه يې عمومي معلومات ورکړل او وړانديز يې وکړ چې هغه کسان چې ځنګلونه پرې کوي او له منځه وړي بايد د قانون له مخې اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
وروسته د ځنګلونو د تنظیم کمیټې یوشمېر غړو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د خپل کاري پلان سره سم به عمل وکړي او د ځنګلونو د ټولو برخو او څړځایونو ساتنه به وکړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

بادام‌باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو د نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، د افغانستان د نړۍوال نندارتونونو د مرکزي ادارې. . .

بازگشت