کندز کې د پستې د ځنګلونو د وهلو مخه ونیول شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۳۴
جلوگیری از قطع جنگل‌های پسته در کندز

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دشت ارچي ولسوالی په سیمه کې د پستې د ځنګلونو له وهلو څخه مخنیوی وشو.
د کندز دکرنې رییس مولوي نیازمحمد عابد وویل، چې د قدرتي زېرمو، په ځانګړي ډول د پستې د ځنګلونو د ساتنې لپاره لازم اقدامات ترسره شوي دي. هغه کسان چې له څو ورځو راهیسې یې د پستې ونې پرېکولې، د دشت ارچي ولسوالی د کرنې مدیریت د کارکوونکو له لوري د امنیتي ارګانونو په همغږۍ وپېژندل شول او ونیول شول. د نیول شوو کسانو دوسیې د قانوني څېړنو او عدلي تعقیب لپاره اړوندو قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.
د کرنې ریاست له ټولو هېوادوالو غواړي، چې د پستې د ځنګلونو او نورو طبیعي شتمنیو د ساتنې په برخه کې فعاله ونډه واخلي او د هر ډول غیرقانوني فعالیتونو په صورت کې سمدستي اړوند ادارو ته خبر ورکړي.
دغه اقدام د کرنې ریاست د هغو هڅو یوه برخه ده چې د هېواد د قدرتي زېرمو د خونديتوب، د چاپېریال د ساتنې او د قانون د پلي کېدو په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت