کندز کې د اوبو مدیریت په پار هڅې؛ ٢٥٩٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۹ - ۱۰:۴۹
کندز کې د اوبو مدیریت په پار هڅې؛ ٢٥٩٠ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کندز دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د چهار درې په ولسوالی کې د اوبو ضایعاتو مخنیوی په پار د کانال پاکولو پروژه پلي کړي دی، چې په تر څ کې یې، ٢٥٩٠ کسانوته د کار زمینه برابره شوې ده.
دا پروژه خلکو لپاره د کار پیدا کولو، دوی ته د مناسب کاري چاپېریال د برابرولو او همدارنګه د کانالونو او ویالو د پاکولو په موخه په لاره اچول شوی ترڅو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو چارې په سمه توګه ترسره شي چې په راتلونکي کې به يادې شوې ځمکې د ميوه لرونکو نيالګيو د کرلو، د بڼونو د جوړولو او کرنې ته چمتو شي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه فعالیت د ترسره کولو لپاره له دې وړاندې د یادې ولسوالی له کلیو څخه ۲۵۹۰ تنه وړ او ورځنۍ مزد کارګر په دندو ګمارل شوي وو، چې دغه فعالیت ٢٠ ورځې دوام وکړ، چې هر کارګر ته ١٠٠ امریکايي ډالره معادل نغدې پيسې ورکړل شوي دي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه د اوبو مدیریت او خلکو ته د کاري زمینې برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت