کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۷ - ۱۵:۱۶
کرنې وزارت کې د کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه ترسره شوه

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو د ملي بورډ غونډه د یاد وزارت په مقر کې ترسره شوه. په دې غونډه کې د کرنې سکټور رییسانو، سلاکارانو، د امارتي شرکتونو استازو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» استازو او د اصلاح شویو تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو استازو ګډون کړی و.
مولوي صدراعظم عثماني په غونډه کې د لوړ کیفیت لرونکو او معیاري اصلاح شویو تخمونو پر تولید او عرضه ټینګار وکړ او د اصلاح شویو تخمونو له تولیدوونکو شرکتونو یې وغوښتل، چې اصلاح شوي تخمونه په مناسبه بیه بزګرانو ته برابر کړي، څو د غنمو د تولید د زیاتوالي او د هېواد د خوراکي اړتیاوو د پوره کېدو لپاره لازم شرایط برابر شي.
وروسته ګډونوالو د اصلاح شویو تخمونو د بیې ټاکلو، بزګرانو ته د هغو د وېش څرنګوالي، له تولیدوونکو شرکتونو سره د همکارۍ د پیاوړتیا او معیاري تخمونو ته د بزګرانو د لاسرسي د ښه والي په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، په دې غونډه کې د اصلاح شویو تخمونو د تولیدوونکو شرکتونو او اړوندو ادارو ترمنځ د متقابلو همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو او ګډونوالو د لوړ کیفیت لرونکو اصلاح شویو تخمونو د تولید او وېش د پراختیا په موخه د لا زیاتې همغږۍ او ګډې همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.


نشست بورد ملی تخم‌های بذری در وزارت زراعت برگزار شد
۱۷ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست بورد ملی تخم‌های بذری به ریاست مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور رؤسا، مشاوران بخش زراعت، نمایندگان شرکت‌های امارتی، سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) و شرکت‌های تولیدکننده تخم‌های بذری، در مقر این وزارت برگزار شد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این نشست، بر تولید و عرضه تخم‌های بذری باکیفیت و معیاری تأکید کرده و از شرکت‌های تخم‌بذری خواست تا تخم‌های اصلاح‌شده را با قیمت مناسب در اختیار دهقانان قرار دهند تا زمینه افزایش تولید گندم و تأمین نیازهای غذایی کشور فراهم شود.
در ادامه، اشتراک‌کنندگان پیرامون تعیین قیمت تخم‌های بذری، چگونگی توزیع آن به دهقانان، تقویت همکاری با تولیدکنندگان و راهکارهای بهبود دسترسی دهقانان به تخم‌های معیاری بحث و تبادل نظر کردند.
همچنین در این نشست، بر گسترش همکاری‌های متقابل میان شرکت‌های تخم‌بذری و نهادهای ذی‌ربط تأکید شد و اشتراک‌کنندگان برای هماهنگی و همکاری بیشتر در راستای توسعه تولید و توزیع تخم‌های بذری باکیفیت اعلام آمادگی کردند.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې د پروګرامونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۱۲
Background image

د کرنې وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له مسوول سره وکتل

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او برنامو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۶:۷
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د ریشخور لبنیاتو فابریکې د چارو د پرمختګ څارنه وکړه

۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي ضمیر عثماني، د کابل په ریشخور کې د لبنیاتو فابریکې د تجهیزاتو د نصبولو. . .

بازگشت