کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۵:۵
کرنې وزارت کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت میاشتنۍ غونډه ترسره شوه

۶ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۷ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د مخابراتي انتنونو د تثبیت میاشتنۍ غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ لاندې، د مالیې او مخابراتو وزارتونو د استازو، د اترا ادارې، د اراضۍ او د مالي برخې د کارپوهانو په حضور کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې اړوندو کارپوهانو د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۸۴۴ مخابراتي انتن‌پایو (ستنو) د تثبیت د بهیر په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

همدارنګه، په دې ناسته کې په نورو ولایتونو کې د مخابراتي انتنونو د تثبیت په اړه هم بحث وشو او د دې بهیر د لا چټکتیا او ښه تنظیم لپاره لازمې پرېکړې ونیول شوې.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، میدان وردګو ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

د کرنې وزارت چاراکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې ګډون وکړ

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو د افغانستان د وټرنرۍ کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، چې د «له زده‌کړې څخه د باکیفیته. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۸
Background image

پکتیکا کې د شنو ونو د ناقانونه وهلو په تړاو دوه تنه ونیول شول

۱۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې د شکین ولسوالی په دوو بېلابېلو سیمو کې د شنو ونو د ناقانونه پرېکولو په تړاو. . .

بازگشت