کرنې وزارت کې د قدرتي سرچینو دعوایدو د تظیم په پار غونډه دایره شوه

user-admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۵:۲۴
کرنې وزارت کې د قدرتي سرچینو دعوایدو د تظیم په پار غونډه دایره شوه


۲۶ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان د قدرتي سرچینو د عوایدو د تنظیم غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخوند «حاجي سالم» تر مشرۍ لاندې ترسره شوه.
په یاده غونډه کې د هېواد د قدرتي سرچینو د عوایدو د راټولولو او تنظیم په اړه، په ځانګړي ډول د ځنګلي محصولاتو لکه پستې، جلغوزې او نورو بومي شتمنیو د حاصلاتو د عوایدو د راټولولو پر څرنګوالي بحث او نظرونه تبادله شول. ګډونوالو خپل نظرونه او وړاندیزونه د عوایدو د راټولولو د بهیر د لا ښه‌والي په برخه کې وړاندې کړل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخوند «حاجي سالم»، په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د قدرتي سرچینو عواید باید په منظم او اغېزمن ډول راټول شي، څو د ملي پانګې په زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې رغنده رول ولوبوي.


جلسه تنظیم عواید منابع طبیعی در وزارت زراعت دایر گردید
۲۶ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
جلسه تنظیم عواید منابع طبیعی افغانستان تحت ریاست ملاآغاجان آخوند"حاجی‌سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
در این جلسه روی چگونگی جمع‌آوری عواید و سرمایه‌های طبیعی کشور از جمله حاصلات پسته، جلغوزه و سایر داشته‌های بومی بحث و تبادل نظر صورت گرفت. اشتراک‌کنندگان نظریات و پیشنهادات خود را در راستای بهبود روند گردآوری این عواید شریک ساختند.
ملاآغاجان  آخوند"حاجی‌سالم" معین مالی و اداری وزارت زراعت در سخنان خود تأکید کرد که باید تلاش شود عواید منابع طبیعی به‌گونه منظم و مؤثر جمع‌آوری گردد تا در افزایش سرمایه ملی و رشد اقتصادی کشور نقش مثبت ایفا کند.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۶:۳
Background image

د ننګرهار په چپرهار ولسوالی کې ۲۴ اړمنو کورنیو ته دوه کلنې بلاربې خوسکۍ ووېشل شوې

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ډاکار مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «ډانیډا»مؤسسې  په مالي ملاتړ، د چپرهار ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۵۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د کندهار ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ولايت د کرنې، اوبولګولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۱:۱۲
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د زابل ولايت د کرنې رياست څخه ليدنه وکړه

۱۴ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدين عمير، د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د زابل ولايت د کرنې، اوبولګولو او. . .

بازگشت