کرنې وزارت کې د اجراآتو د ارزونې ښوونیز سیمینار ترسره شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۰:۳
کرنې وزارت کې د اجراآتو د ارزونې ښوونیز سیمینار ترسره شو

۲۴ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اجراآتو د ارزونې ښوونیز سیمینار د مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم»، د کارکوونکو د چارو رییس محمد عثمان ترابي، او د یاد وزارت د یو شمېر رییسانو او مسئولینو په حضور کې ترسره کړ.
ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» مراجعینو سره د ښه چلند پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل: «له مراجعینو سره مناسب چلند او د هغوی د کارونو په ښه توګه ترسره کول اساسي اصولو څخه دي. د کارکوونکو ارزونه د هغوی د نېمګړتیاوو او وړتیاوو د پېژندنې او د ظرفیت لوړولو لپاره اساسي رول لري.»
په همدې حال کې، د کرنې وزارت د کارکوونکو د چارو رییس محمد عثمان ترابي د تقوا او ځان‌ارزونې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل: «تر ټولو غوره انسان هغه دی چې ډېر تقوا ولري او له الله (ج) څخه وډار شي. د ادارې ارزونه که څه هم په کلني ډول ترسره کېږي، خو هر فرد باید خپل ځان په دوامداره توګه وارزوي.»
همداراز، د حقوقي او پالیسۍ مرستیال عزت‌الله امان په دې غونډه کې وویل: «د کارکوونکو ارزونه د دندو د لایحې پر بنسټ ترسره کېږي او دا چاره له ادارې سره مرسته کوي، ترڅو ټاکل شوي موخې ترلاسه کړي. تخصص او ژمنتیا اساسي اړتیاوې دي، او ارزونه د کارونو د ښه پرمختګ لپاره مهمه ده.»
په دې سیمینار کې د کارکوونکو د ارزونې اصول او قواعد تشریح شول او ټینګار وشو چې دغه پروسه به په ازمایشي ډول او هر کال ترسره شي.

سمینار آموزشی ارزیابی اجراأت در وزارت زراعت برگزار شد
۲۴ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سمینار آموزشی ارزیابی اجراأت را با حضور ملا آغاجان آخند  «حاجی سالم» معین مالی و اداری وزارت زراعت، محمد عثمان ترابی رئیس امور کارکنان و شماری از رؤسا و مسئولین این وزارت برگزار کرد.
ملا آغاجان آخند «حاجی سالم»  بر اهمیت رفتار نیک با مراجعین تأکید کرده، گفت: «رفتار شایسته با مراجعین و انجام کارهای آن‌ها به نحو احسن از اصول اساسی است. ارزیابی کارکنان نقشی کلیدی در شناسایی نقاط قوت و ضعف و ارتقای ظرفیت آنان دارد.»
در ادامه، محمد عثمان ترابی رئیس امور کارکنان وزارت زراعت با بیان اهمیت تقوا و خودارزیابی افزود: «بهترین انسان کسی است که تقوای بیشتری داشته باشد و از خداوند بترسد. ارزیابی اداری به‌طور سالانه انجام می‌شود، اما هر فرد باید به‌صورت مستمر خود را ارزیابی کند. »
عزت‌الله امان، معین ریاست حقوقی و پالیسی، نیز در این نشست گفت: «ارزیابی کارکنان بر اساس لایحه وظایف انجام شده و به اداره کمک می‌کند تا به اهداف تعیین‌شده دست یابد. تخصص و تعهد از الزامات اصلی است و ارزیابی تأثیر بسزایی در روند اجرای امور دارد. »
در این سمینار، قواعد و اصول ارزیابی کارکنان تشریح شد و تأکید گردید که این روند به‌صورت آزمایشی و سالانه انجام می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د بدیل معیشت رییس د کوکنارو د بدیل کښت پروژو د څارنې په پار کندز ته سفر وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت رییس عبدالخالق محجوب د کاري سفر په ترڅ کې کندز ولایت ته لاړ، څو د کوکنارو د بدیل کښت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۱۷
Background image

د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا په پار هڅې؛ د لښکرګاه بولان کې حیواني کلینیک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري، د مرکز لښکرګاه بولان په سیمه کې یو باب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۹:۱۷
Background image

د جلال آباد ښار نهمه ناحیه کې د یو چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۳ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د جلال آباد ښار نهمې ناحیې غازي امان الله ښار ګوټي ترڅنګ د باراني اوبو زېرمه کولو او د ځمکي لاندې اوبو سطحې لوړولو په موخه د درې نیم. . .

بازگشت