کرنې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی مقام خپل کړ

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۴:۳۴
کرنې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې لومړی مقام خپل کړ

۱۷ زمری ۱۳۹۸

دهغه ارزونې پر اساس، چې اطلاعاتوته د لاس رسی د کمیسیون له خوا، د دولتي نهادونو له وبسایټونو څخه شوې وه او ددې نهاد له خوا په یوه مفصل راپور کې نن چهار شنبه د زمري په ۱۶مه خپره شوه، هېوادوالو ته د اطلاع رسونې په موخه د مخکې له مخکې اطلاعاتو په خپرولو سره د ۵۲ دولتي نهادونو په منځ کې د کرنې وزارت لومړی ځای خپل کړ.
په هغه خبري کنفرانس کې، چې ددې راپور د وړاندې کولو په موخه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه اطلاعاتو ته د لاس رسی د کمیسیون مشر عین‌الدین بهادري وویل، چې ددې کمیسیون له خوا دغه ارزونې د یولړ ځانګړو شاخصونو پر اساس تر سره شوي دي.
اطلاعاتوته دلاس رسی کمیسیون په خپل راپور کې د غورو ادارو په هکله کاږي: «په لومړي کټګوري کې، چې په کې ۲۳ ادارې دي او [اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون] د ۱۵ مادې د بندونو پر اساس د خپلو ادارو د ویبسایټونو له لارې خپل اطلاعات تر ډېر پیش‌گیرانه اطلاعات خپره کړي دي» په لومړی ډله کې، ۲۳ ادارې له ۷۰ تر ۹۰ نمرې اخیستي دي، چې په لومړی درجه کې دکرنې وزارت او ورپسې په ترتیب سره د مالیې او روغتیا وزارتونه او تر دوی وروسته نور ۲۰ ادارې شتون لري.
دغه راز اطلاعاتوته دلاس رسی کمیسیون مشر عین‌الدین بهادري د ډیجیټالي ارشیف د جوړولو په پار دکرنې وزارت څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې کرنې وزارت د ډیجیټالي ارشیف په جوړولو سره ستر کار وکړ او نورو نهادونو لپاره یو مدل او الګو ده، نورې ادراې دې باید له دې څخه الګو واخلي.
دغه راز په دې راپور کې د مخکیني اطلاعاتو د خپرولو په برخه کې ۲۲ ادارې د منځنیو ادارو او اووه نورې ادارې د ضعیفو ادارو په ډله کې راغلي دي.
په ورته وخت کې د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز چارسمبال فیروز بشري وویل، د وزارت خونو ویندویان هلې ځلې کوی، چې د رسنیو ښه همکار ووسي او د دغو نهادونو د اطلاع رسونې برخې هلې ځلې کوي، چې ټولو هېوادوالو ته اطلاع رسونه وکړي. هغه وویل، که د مطبوعاتي برخو همکارۍ او د اطلاع رسونې ننۍ وضعیت له څلور کاله مخکې سره پرتله شي، دا به په ډاګه شي، چې څومره بدلونونه رامنځته شوي دي.
دغه راز اطلاعاتوته د لاس رسی کمیسیون وایي، که چېرې متقاضیانو ته چې د اطلاعاتو غوښتنه کوي ورته اطلاعات ور نه کړل شي دوی د متقاضیانو شکایتونه بررسي کوي، او په دې برخه کې به جدي اقدامات وکړي.
اطلاعاتوته د لاس رسی دکمیسیون ویاند او منشي حمدالله ارباب هم وویل، که د کوم متقاضي غوښتنه بې ځوابه پاته کیږي، باید هماغه غوښتنه دوی ته ایمیل کړي تر څو په جدې توګه ورته رسېدنه ووشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۷:۳۶
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د انارو بڼونو څخه لیدنه وکړه

 

۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولويشېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۴
Background image

دکندهار و لایت د کوه‌کران څېړنیز فارم بریالۍ څېړنې


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې د یاد ولایت کوه‌کران څېړنیز فارم، چې په ۱۳۹۹ هـ.ش کال کې د کندهار ښار په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

د کرنې وزارت وياند د کندهار د کوه‌کران څېړنیز فارم څخه ليدنه


۱۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوی رییس او ویاند مولوي شېر محمد حاتمي، کندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه. . .

بازگشت