کرنې وزارت خپله ۹۵.۱۱ سلنه پراختیايي بودجه لګولې

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱ - ۹:۲۵
 کرنې وزارت خپله ۹۵.۱۱ سلنه پراختیايي بودجه لګولې

۳۰ لېندۍ ۱۳۹۸
نن، د ۱۳۹۸ یم مالي کال په پای ته رسېدو سره، د کرنې وزارت د مالي او حسابي ریاست د شمېرو له مخې په ډاګه شوه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت توانيدلی چې خپله ۹۵.۱۱ سلنه پراختیایي بودجه مصرف کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس وحید اعتبار وایي، چې د کرنې وزارت ټول منظور شوې بودجه اووه میلیارډه او ۸۶۷.۹۸۱ میلیونه افغانۍ وه، چې له دې بودیجې اووه میلیارډه او ۷۰۰.۹۵۴ میلیون یې، چې ۹۷.۸۸ سلنه کیږي، تخصیص ته وارد شوې وه او له دې ډلې اووه میلیارډه او ۴۸۳.۵۲۶ میلیونه افغانۍ یې، چې د پراختیایې بودیجې ۹۵.۱۱ سلنه جوړوی لګول شوې ده.
ښاغلی اعتبار وویل، ددې لپاره چې ښایي د یوشمېر قراردادونو موندنې د پروسس په حال کې وي او بودجه ترلاسه کړي؛ د نن ورځې تر پایه به د لګول شوې بودیجې کچه هم ور سره زیات شي.
د کرنې وزارت خپله ۹۵.۱۱ سلنه پراختیایي بودجه د ۳۶ پروژو په اډانه کې په ۳۴ ولایتونو کې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو د اړتیا پر اساس او د طبیعي سرچینو د خوندي کولو او ساتلو په پار لګولي دي.
د کرنې وزارت حسابي او مالي رییس وایي، چې د ۱۳۹۸ یم مالي کال د پراختیایي بودیجې په لګولو کې د شاړو ځمکو خړوبول، د بڼوالۍ پراختیا، د طبیعي سرچینو وده او خوندي کول او پر بزګرانو د اصلاح شویو کرنیزو تخمونو وېش لومړیتوب و.
ددې بودیجې د لګولو بله برخه، د ښځو د پیاوړتیا لپاره ده.
ښاغلی اعتبار وایي، چې د پروژو د پلي کېدو څارنه او د مقام په مشرتابه سره د قراردادونو د اجرا لپاره دوامدارې غونډې، د پراختیایي کارونو د پرمختګ د مالومولو په پآر د وزارت له بېلابېلو برخو سره همغږی، د پروژو د ښه پلي کېدو او ظرفیت لوړولو په پار ولایاتوته د قراردادونو د تدارکاتو د ارایه کولو واک ورکول او په پرمختګونو کې د رامنځ ته شویو ستونزو د هوارولو په پار انلاین کاري ګروپونه ایجادول، هغه لاملونه دي، چې د کرنې وزارت توانیدلې ده، چې په ۱۳۹۸یم مالي کال کې خپله څه باندې ۹۵ سلنه بودجه ولګوي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د خپل پراختیایي بودیجې په مصرف کې، یو له مخکښو نهادونو څخه دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت