کرنې سکټور سره د جاپان د ملاتړ د دوام په پار د جايکا چارواکو سره دکرنې وزير کتنه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۶ - ۱۶:۱۷
کرنې سکټور سره د جاپان د ملاتړ د دوام په پار د جايکا چارواکو سره دکرنې وزير کتنه

۱۶ چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې،‌ اوبولګولو او مالدارۍ وزير د جاپان د نړيوالې همکاريو ادارې(JICA) مسوول زوسینک، او همکارونو سره يې د افغانستان کرنې سکټور سره د جاپان د ملاتړ پر دوام خبرې وکړې.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير ډاکټر انوار الحق احدي په دې کتنه کې د افغانستان کرنې سکټور سره د جاپان له ملاتړ او مرستو څخه د قدردانۍ او مننې ترڅنګ وويل، چې د جاپان هېواد افغان زده کړيالانو ته اغېزناکې بورسيې ورکړي دي او غوره کدرونه په ځانکړې توګه دکرنې په برخه کې يې غوره کدرونه روزلي دي. هغه دغه راز د هېواد د کرنې سکټور سره د جاپان د ملاتړو د دوام غوښتنه وکړه.
په دې کتنه کې، د جايکا چارواکو وويل، چې د تحصيلي او بورسيو ورکړې، استراتيژۍ او پاليسي جوړونې، خصوصي سکټور څخه ملاتړ ، باکيفيته توليداتو څخه ملاتړ او د زېربناوو په برخوکې خپل فعاليتونو ته دوام ورکوي. هغوی د کرنې وزير څخه د داسې طرحې د چمتوکولو غوښتونکي شول، چې پر بنسټ يې جاپان د کرنې سکټور سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۶:۲۴
Background image

ننګرهار کې زرګونو کوچنیو څارویو ته د چیچک واکسین کمپاین پیل شو

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار ولایت په ۱۴ ولسوالیو کې ۵۸ زره کوچنیو څارویو ته د چیچک ناروغۍ د مخنیوي واکسینونو د تطبیق کمپاین پیل شو.
دغه کمپاین د ننګرهار. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۰:۴۷
Background image

بادغیس کې د بروسلوز ناروغۍ د سروې او څارویو څخه د وینې اخیستلو پروژه پیل شوه

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دغه ولایت کې د بروسلوز ناروغۍ د موجودیت او خپرېدو د کچې د معلومولو په موخه د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د بدخشان د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

۲۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر، بدخشان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې. . .

بازگشت