کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې هڅې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۹:۲۶
کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې هڅې

۱۱ زمری ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۶ه‍.ق
هېواد کې دکرنیزو توکو د محصولاتو راټولو موسم رارسېدو سره هم مهاله، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې د مسوولینو ترمنځ د کرنې او مالدارۍ محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه غونډه د کرنې په وزارت کې دائره شوه.
دغه ناسته چې د کرنې وزارت د پلان او همغږۍ په لوی ریاست کې د کرنې وزارت د یو شمېر رییسانو او کارپوهانو او د کرنې او مالدارۍ خونې درییس او غړو په شتون کې جوړه شوې وه، په کې کرنیزو محصولاتو د بازار موندنې پر څرنګوالي، د کرنیزو محوصولاتو صادروونکو ته اسانتیاوې رامنځته کول،د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر وړاندې د ستونزو او ننګونو هوارولو، د هېواد د کرنیزو محصولاتو د معیاري پروسس او بسته بندۍ او د هېواد مېوو ته د مناسب بازار موندلو په اړه خبرې اترې او د نظر تبادله وشوه.
په دې کتنه کې د کرنې وزارت مسوولینو د هېواد کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې مشخص پلانونه د هېواد د کرنې او مالدارۍ خونې له رییس اوغړو سره شریک کړل او د تطبیق په برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه وکړه، چې د یادې خونې د غړو له خوا د پلانونو د تطبيق ډاډ ورکړل شو.
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ له مرستیال مولوی صدراعظم عثماني سره په جلا ناسته کې هم د هېواد کرنیزو محصولاتو ته د بازار موندنې او پلور پر څرنګوالي خبرې وکړې.


تلاش‌ها جهت بازاریابی برای محصولات زراعتی 
۱۱ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
همزمان به فرا رسیدن فصل رفع حاصل محصولات زراعتی در کشور جلسه‌ای میان مسوولان وزارت زراعت، وزارت صنعت و تجارت و اتاق زراعت و مالداری به منظور بازاریابی برای تولیدات زراعتی و مالداری، در وزارت زراعت برگزار شد.
این جلسه با حضور شماری از روئسا و متخصصین وزارت زراعت وزارت صنعت و تجارت و  و رئیس اعضای اتاق زراعت و مالداری در تالار ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت دایر شده بود که در آن راجع به چگونگی، بازاریابی برای محصولات زراعتی، ایجاد سهولت برای صادرکننده گان محصولات زراعتی، حل مشکلات فراراه صادرات محصولات زراعتی، پروسس و بسته بندی معیاری تولیدات زراعتی کشور و دریافت بازار مناسب برای میوجات کشور بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این دیدار مسوولان وزارت زراعت و اتاق زراعت و مالداری طرح‌های مشخصی را جهت بازاریابی برای محصولات زراعتی کشور با یک دیگر   شریک ساخته و خواستار همکاری متقابل جهت تطبیق آن و بهبود فروشات محصولات زراعتی در کشور شدند. 
در همین حال مسوولان اتاق زراعت و مالداری در یک دیدار جدا گانه با مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت نیز پیرامون چگونگی بازاریابی و فروش محصولات زراعتی کشور گفت گو کردند.
در این دیدار مسوولان وزارت زراعت، وزارت صنعت و تجارت و اتاق زراعت و مالداری نتایج جلسه و پیشکش‌های مشخصی را جهت بازاریابی تولیدات زراعتی با معین زراعت و مالداری شریک ساختند که از جان معین زراعت و مالداری مورد استقبال قرار گرفت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۱
Background image

ننګرهار کې ۴۰۰ زره غټو څارویو ته د پوستکي د دانو ناروغۍ واکسین پلې کېږي


٢٢ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٩ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
ننګرهار ولایت کې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او د غټو څارویو د پوستکي د دانو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ زره دوزه واکسین د غواګانو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۳۶
Background image

کونړ  کې ۶۵ بزګرانو ته د جوارو، لوبیا او شولو ننداریزو کروندو لپاره د کرنیزو توکو وېش

٢۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیايي بودیجې په چوکاټ کې، د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو خدماتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه د ایراني پلاوي لیدنه 

۲۲ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د ایران د کرنې جهاد وزیر غلامرضا نوري قزلجه کوله، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

بازگشت