کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
۱۲ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۲۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کاپیسا دکرنې رييس مولوي محمدرحیم نعماني په مشرۍ ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د کاپیسا دکرنې رييس او د کمېټې مولوي محمدرحیم نعمانيلارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرې غونډي دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
د غونډې په ترڅ کې پرځینو مسایلو لکه مرکزي کمیسیون څخه د استول شویو دوسیو او د قضایای امارت له خوا پر ترتیب شویو موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.