کامې او ګوشتې ولسوالیو ته د ننګرهار دکرنې رییس سفر 

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۰:۳۹
کامې او ګوشتې ولسوالیو ته د ننګرهار دکرنې رییس سفر 

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ولسوالیو دسفرونو په لړ کې د کامې او ګوشتې ولسوالیو د بزګرانو او مالدارانو ستونزو حل او د کرنې او مالدارۍ وضعیت ارزونې او اړتیا معلومولو لپاره یادو ولسوالیو ته سفر وکړ.
د ننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن دګوشتې ولسوال قاري محمد عمران محمدي او د کامې ولسوالی مرستیال مولوي شاکر الله حقاني او ترویج مدیرانو  سره پدې ولسوالیو کې د کرنې او مالدارۍ مختلفو پروژو دپلي کولو، اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوی سرو، څارویو واکسینونو، حیواني خوراکي او نورو اړونده برخو کې دبزګرانو او مالدارانو سره د مرستو ژمنه وکړه.
د کرنې رییس دولسوالیو مسولینو ته دغصب مخنیوی، طبیعي منابعو، ځنګلونو ساتلو،مالدارۍ پیاوړتیا، مستحقو بزګرانو انتخابولو،حاضرۍ پابندۍ او نورو اړونده برخو کې د همکاري غوشتنه وکړه.
ښاغلي محسن د عشر او زکات ترڅنګ د عاملینو او عاشرینو ته داموالو ټولولو او طرزالعمل رڼا واچوله او مدیرانو ته یي د اصولو له مخې دټولولو سپارښتنې وکړي.
د یادو ولسوالیو مسؤلینو د ننګرهار دکرنې رییس څخه  داصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، بڼونو جوړولو، بندونو، سربندونو، د ځمکو کدستري سروې ترسره کولو، اوبو مدیریت او نورو اړونده برخو کې غوښتنې وکړې، چې د ننګرهار دکرنې رییس د ولسوالیو مسؤلینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت