کابل کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت ددرېیو ولسوالیو پر ۸۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشلي دي.
ددې مرستې په ترڅ کې د ګلدرې ولسوالی ۱۹، د شکردرې ولسوالی ۱۹ او د موسهي ولسوالی پر ۴۲ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
ددې مرستې موخه د مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.