کابل کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۹:۱۰
کمپاین ملی نهال‌شانی در کابل آغاز شد

د کرنې، وزارت له لوري د کابل په بادام‌باغ کې د «نیالګي کېنول، صدقه جاریه ده» تر شعار لاندې د نیالګي کېنولو پسرلنی ملي کمپاین پیل شو. د کمپاین د پیل په مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د لوړو زده‌کړو وزارت مرستیال مولوي ضیاءالرحمن آریوبي، د کرنې وزارت د اوبو لګولو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان، د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د یاد وزارت یو شمېر رییسانو، متخصصینو او مسوولینو شتون درلود.
مولوي عطاءالله عمري د کمپاین په پيل کې د نیالګیو کېنولو پر اهمیت ټینګار وکړ او له خلکو یې وغوښتل، چې د نیالګیو په کېنولو او پالنه کې فعاله ونډه واخلي. هغه زیاته کړه، د وروستیو کلونو وچکالۍ او د هوا ککړتیا زیاتېدو ته په کتو، د کرنې پراختیا او د نیالګیو کېنول د هوا په پاکوالي او د اوبو سرچینو په زیاتوالي کې بنسټیز رول لري، او د دولت او ولس ګډه همکاري کولای شي د هېواد په زرغونتیا او سوکالۍ کې اغېزمنه تمامه شي.
په همدې حال کې، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین یو بنسټیز چاپېریالي اقدام وباله او ویې ویل، چې باید ورته د یوې ملي پروژې په سترګه وکتل شي. نوموړي ټینګار وکړ چې د هېواد د ودې لپاره باید کرنه او قدرتي سرچینې د پراختیايي پالیسیو په محور کې ځای ولري.
همدارنګه مولوي ضیاءالرحمن آریوبي د کرنې په برخه کې د زده‌کړو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل، افغانستان د اوبو سرچینو او اقلیمي شرایطو له پلوه د کرنې ودې لپاره مناسب ظرفیت لري، او د لوړو زده‌کړو وزارت ژمن دی، چې په دې برخه کې مسلکي او متخصص کادرونه وروزي.
دغه راز د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو لوی رییس مولوي عبدالاحد خلیل څرګنده کړه، چې روان کال د یاد وزارت په قوریو کې نږدې ۱۱ میلیونه اصله نیالګي تولید شوي، چې د وېش لپاره چمتو دي. د هغه په وینا، سربېره پر دې په غرونو او غونډیو کې پرشاوخوا ۱۴ زره هکټاره ځمکه ځنګلونه رغول شوي او ۱۱۰۰ هکټاره ځمکه د پستې، چهارمغز او جلغوزیو بڼونه هم بیا رغول شوي دي.
د کرنې وزارت چارواکي وایي، روان کال به په ټول هېواد کې ۱۸.۹ میلیونه اصله نیالګي تولید او کېنول شي. دغه کمپاین هر کال د نیالګیو کېنولو د فرهنګ د دودولو او په مرکز او ولایتونو کې د شنو سیمو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۸ - ۱۲:۵۱
Background image

د کابل ولایت سروبي ولسوالی په مهمندي سیمه کې مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوي

۸ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۰ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د مهمندي په سیمه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو مصنوعي ځنګل او د انارو بڼ جوړ شوی دی، چې د. . .

بازگشت