کابل ښار کې د سپو د نفوس کنټرول او د لیوني سپي د ناروغۍ د مخنیوي هڅې  

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۱۷
کابل ښار کې د سپو د نفوس کنټرول او د لیوني سپي د ناروغۍ د مخنیوي هڅې  

۷ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۶ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس، مفتی ذاکرالله ذاکر، د کابل پوهنتون وترنري علومو پوهنځۍ او د کابل ښاروالۍ له مسؤلینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې، چې په کابل ښار کې د بې سرپرسته حیواناتو د کنټرول او روغتیایي مسائلو په اړه ترسره شوه، مهم موضوعات لکه د بې سرپرسته سپو د نفوس کنټرول او د ګډو ناروغیو له هغې ډلې د لیوني سپي (ربیس) ناروغۍ د مخنیوي پر موضوعاتو بحث او خبرې اترې وشوې.
مفتي ذاکرالله ذاکر په دې ناسته کې د کابل ښار د سپو د شمېر زیاتېدو له امله پر رامنځته شویو ستونزو خبرې وکړې او د دې ستونزې د حل لپاره یې د بېلابېلو ادارو ترمنځ پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ. هغه ټینګار وکړ چې د بې سرپرسته سپو د شمېر کمولو او د ګډو ناروغیو د مخنیوي لپاره، چې د ښار اوسېدونکو لپاره جدي ګواښ کېدای شي، ګړندي ګامونه اړین دي.
په دې لیدنه کې اړوند مسؤلین دې پایلې ته ورسېدل، چې د سپو د نفوس د کنټرول لپاره به نوی کاري میکانیزم رامنځته کوي. سربېره پر دې، د انسانانو او سپو ترمنځ د ګډو ناروغیو د مخنیوي لارې چارې هم په پام کې ونیول شوې.
دا اقدام د بې سرپرسته سپو له امله د خلکو پر رواني او بدني زیانونو باندې د اندېښنو تر زیاتېدو وروسته ترسره کېږي.

تلاش‌ها جهت کنترول نفوس سگ و جلوگیری از مرض سگ دیوانه در شهر کابل
۷ دلو ۱۴۰۳ هـ.ش
مفتی ذاکرالله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با مسئولان پوهنځی وترنری پوهنتون کابل و شاروالی کابل دیدار کرد.
 در این دیدار که در خصوص مسائل بهداشتی و کنترل حیوانات بی‌سرپرست در شهر کابل برگزار شد، موضوعات مهمی همچون کنترول نفوس سگ‌های بی‌سرپرست و جلوگیری از گسترش بیماری‌های مشترک از جمله بیماری سگ دیوانه (ربیس) مورد بحث و بررسی قرار گرفت.
مفتی ذاکرالله ذاکر در این نشست با اشاره به مشکلات ناشی از افزایش تعداد سگ‌ها در کابل، از همکاری مشترک میان موسسات مختلف برای حل این معضل سخن گفت. وی تأکید کرد که اقدامات فوری برای کاهش تعداد سگ‌های بی‌سرپرست و پیشگیری از بیماری‌های مشترک که می‌تواند تهدیدی جدی برای سلامتی شهروندان باشد، ضروری است.
در این دیدار، مسئولان مربوطه به توافق رسیدند که یک میکانیزم کاری جدید برای کنترل نفوس سگ‌ها ایجاد شود. همچنین، راه‌های پیشگیری از بیماری‌های مشترک میان انسان‌ها و سگ‌ها مورد توجه قرار گرفت.
این اقدام به دنبال افزایش نگرانی‌ها از بابت آسیب‌های جسمی و روانی که سگ‌های بی‌سرپرست به شهروندان وارد می‌کنند، صورت می‌گیرد.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال نندارتون د چمتووالي له بهیر څخه لیدنه وکړه

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په حضوري چمن کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ نړۍوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۴
Background image

پکتیکا کې د بروسلوز پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز شرنه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال فراه ولایت ته سفر وکړ

١٨ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٥ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر د یوه پلاوي په مشرۍ فراه ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت له. . .

بازگشت