چورې ولسوالی ته د اروزګان د امارتي ځمکې د غصب مخنيوی پلاوی  سفر

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۰ - ۹:۵۸
چورې ولسوالی ته د اروزګان د امارتي ځمکې د غصب مخنيوی پلاوی  سفر

د اروزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د ځمکو  غصب او غصب شويو ځمکو د استرداد تخنيکي پلاوی چې په راس کي يې د ارزګان دکرنې رييس او ترڅنګ يېد عدليې رييس، د ښاروالۍ رييس، دحج او اوقاف رييس او د امنيه قوماندانۍ مرستيال شمال ؤ د چورې ولسوالی ته کاري سفر وکړ.
ددې سفر په ترڅ کې ياد پلاوی د چورې ولسوالی استازو او مشرانو سره د امارتي ځمکو د تثبت او استرداد اړوند  معلومات شريک کړي او عامه پوهاوی ورکړل تر څو د تخنيکي پلاوی په کارونو کې چټکتيا راشي. 
 په دې غونډه کې دقومندان اخترمحمد د ويالې، خوشخدير، ابيان (اويان)، ولګي،او ځينو نورو کاريزونو خلګو ګډون درلودل. 
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۴
Background image

د کندهار نوروزي څېړنیز فارم کې د ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو پروژې چارې پیل شوې

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې «ټیکا» په مالي ملاتړ او د نوروزي څېړنیز فارم د مسؤلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د هلمند د کرنې رییس سنګین ولسوالی ته د سفر پر مهال د کرنیزو چارو ارزونه وکړه

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  ولسوالیو ته د خپلو رسمي سفرونو په لړ کې سنګین ولسوالی ته سفر ترسره کړ،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

بازگشت