پکیتا کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۷ - ۱۱:۲۵
پکیتا کې د ونو افتونو او ناروغیو مخنیوي په پار کمپاین پیل شو

 ۲۷ لړم ۱۴۰۲ه‍.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند  د بوټوساتنې لوی مدیریت له خوا د زرمت ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د ونو د یوریا سپرې کمپاین پیل شوی دی.
دغه کمپاین د دې ولایت په زرمت ولسوالی کې د څلورو ورځو په لړ کې پلي کېږي، چې په ترڅ کې یې د یاد ولسوالی د بڼوالو بڼونه له مضره حشراتو خوندي او ترڅنګ یې بڼوالو ته د یوریا سپرې د کارولو په برخه کې روزنه هم ورکول کېږي.
ددې پروګرام موخه له افتونو او ناروغیو د بڼونو خوندیکول، د بزګرانو روزل او په ټوله کې دکرنې او بڼوالۍ ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.
د یادولو وړه دی چې یاد پروګرام د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالی کې هم جریان لري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت