پکتیکا کې ۶۰ متریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه بزګرانو ته ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۳:۱۵
پکتیکا کې ۶۰ متریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه بزګرانو ته ووېشل شول

۱۳ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د اصلاح شويو تخمونو د توزیع لړۍ د دې ولایت په مرکز شرنه، زرغون‌شهر، خوشامند او جانی‌خیلو ولسوالیو کې ترسره شوې ده.
په دې لړۍ کې ټول ۶۰ متریک ټنه اصلاح شوي د غنمو تخمونه وېشل شوي، چې په هره ولسوالي کې ۱۵ متریک ټنه تخمونه سیمه‌ییزو بزګرانو ته ورکړل شول. د یادې پروسې پر مهال، هر بزګر ته د اصلاح شویو غنمو یوه بوجۍ تخم ورکړل شو، څو د اصلاح شويو کرنیزو تخمونو کرکېله ترویج او د حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شي.
د کرنې وزارت د غلو-دانو د پراختیا ریاست چارواکي وايي، د دې پروګرام موخه د کرنیزو تولیداتو لوړول، د غنمو د کیفیت ښه‌والی او د هېواد د کرنیزې ځان‌بساینې پیاوړتیا ده.


در پکتیکا ۶۰ متریک تُن تخم اصلاح‌شده‌ی گندم برای دهقانان توزیع شد
۱۳ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ جُمادی‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، روند توزیع تخم‌های اصلاح‌شده‌ی گندم در مرکز شرنه و ولسوالی‌های زرغون‌شهر، خوشامند و جانی‌خیلو این ولایت انجام شد.
در این روند، در مجموع ۶۰ متریک تُن تخم اصلاح‌شده‌ی گندم توزیع گردید که در هر ولسوالی ۱۵ متریک تُن از این تخم‌ها به دهقانان محل داده شد. در جریان این پروسه، برای هر دهقان یک بوجی تخم اصلاح‌شده‌ی گندم توزیع شد تا کشت تخم‌های اصلاح‌شده ترویج یافته و زمینه‌ی افزایش حاصلات زراعتی فراهم گردد.
مسئولان ریاست انکشاف غله‌دانه‌های وزارت زراعت می‌گویند هدف از این برنامه، بلند بردن تولیدات زراعتی، بهبود کیفیت گندم و تقویت خودکفایی زراعتی کشور می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۱
Background image

د ننګرهار سپین غر کې د ایستوي کانال جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ، د «اکټېډ» مؤسسې له لوري د سپین غر ولسوالی د کوشتل کلي د ایستوي کانال د جوړولو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۲۸
Background image

د ننګرهار مومندره کې لسګونو بزګرانو ته د کرنیزو محصولاتو د روزنې او پالنې په برخه کې روزنه ورکړل شوه


۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۵ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او اقتصاد ریاستونو په همغږۍ، د ماشوم ساتني نړۍوالې مؤسسې په مالي لګښت او د افغانستان د بیا رغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۴۱
Background image

بادغیس ولایت ته د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس سفر 

۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس مفتي ذاکرالله ذاکر بادغیس ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت. . .

بازگشت