پکتیکا کې ۲۰۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته غوښه ضبط او له منځه یووړل شوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۹ - ۱۳:۳۶
پکتیکا کې ۲۰۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته غوښه ضبط او له منځه یووړل شوه 

۱۹ کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د څارویو روغتیا او مالدارۍ خدمتونو امریت د څارویو د محصولاتو د کنټرول مدیریت کارکوونکو د دغه ولایت په مرکزي مسلخ کې د فارمي چرګانو ۲۰۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته غوښه تشخیص او ضبط کړه.  
یاده غوښه د له منځه وړلو په موخه د پکتیکا ښاروالۍ ته وسپارل شوه، ترڅو د عامې روغتیا د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات وشي.  
د کرنې ریاست مسؤلین ټینګار کوي، چې د بې‌کیفیته او غیرمعیاري غوښې پر وړاندې به خپل کنټرولي اقدامات لا پیاوړي کړي، ترڅو د روغتیايي ګواښونو مخنیوی وشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۷
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال هلمند ولایت ته سفر وکړ

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هلمند ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس په رسمي ډول معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق 
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د نوي رییس، قاري محمدنسیم «عبدالرحمن» د معرفي په موخه غونډه ترسره شوه، چې په کې د کرنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۹:۵۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس د ازبیکستان او روسیې له یو شمېر سوداګرو سره وکتل

۱۷ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري په مشرۍ، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې. . .

بازگشت