پکتیکا کې ۲زره او ۸۰۰ مستحقو بزګرانو ته د مرستو وېش پیل شو 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۴:۶
پکتیکا کې ۲زره او ۸۰۰ مستحقو بزګرانو ته د مرستو وېش پیل شو 

۲۸ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت تر څار لاندې، د کلیو بیا ودانولو مووسسې له لوري په لسو ولسوالیو کې د ۲زره او ۸۰۰ مستحقو بزګرانو لپاره د مرستو وېش پیل شوی دی.
دغه مستحق بزګران په هغې سروې کې چې تر دې وړاندې په همدې موخه د مووسسې او اړونده چارواکو په همغږۍ ترسره شوې وه، غوره شوي. دا مرستې د کرنې سکتور د ملاتړ او د بزګرانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه وېشل کېږي.
د کرنې ریاست چارواکي وايي: چې د دې مرستو وېش به د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي او د کرنیزو چارو پرمختګ ته به زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

کرنې وزارت کې د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ د هېواد د ځنګلونو د ساتنې او چارو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

غور ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پیل شو

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د غور په ولایت کې د څړځایونو د سروې او تثبیت بهیر پرانیستغونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي او د دغه ولایت د سیمه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۹:۳
Background image

کونړ کې د کرنیزو او مالدارۍ پروژو د همغږۍ او پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې سکتوري غونډه د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ارزونې، د روانو. . .

بازگشت