پکتیکا کې یوشمېر بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱ - ۱۲:۵۷
پکتیکا کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۱  کب ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مټاخان ولسوالی هغو بزګرانو ته چې د کرنې ریاست او همکارو مؤسسو له خوا ورته شنې خونې جوړې شوي دي، له شنوخونو څخه د استفادې او مدیریت په هکله روزنیز ورکشاپ دائر شو.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې روزنیز پروګرام په ترڅ کې یادو بزګرانو ته د شنوخونو بنسټیزې اړتیاوې او مدیریت ښودل شوي دي.
ددې ترڅنګ یادو بزګرانو ته د ناروغیو کنټرول او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې په هکله هم عملي او نظرې لارښونې وشوې.
د چارواکو په خبره د یادو روزنیزو پروګرامونو موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول دي، چې په راتلونکې کې دوی وکولای شي، له خپلو کروندو څخه غوره حاصلات ترلاسه او نورو بزګرانو ته د مسلکي کرکیلې په برخه کې سلا مشورې ورکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۱۴
Background image

د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۱:۶
Background image

پکتیا کې سلګونو بڼوالو سره د بڼوالۍ اړوند توکو مرسته وشوه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د اړیکو دفتر  له لوري د دې ولایت په روحاني بابا او زرمت ولسوالیو کې پر ۴۴۹ بڼوالو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۵۶
Background image

د قوشتېپې ستر او ملي کانال څخه د لوړپوړي پلاوي لیدنه

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي. . .

بازگشت