پکتیکا کې یوشمېر بزګران وروزل شول
![پکتیکا کې یوشمېر بزګران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-03/img-20240316-wa0142.jpg)
۲۶ کب ۱۴۰۲ه.ش
۶ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د یحیی خېل، خیرکوټ او جانخېلو ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې یوشمېر بزګران روزل شوي دي.
د پکتیکا دکرنې ریاست د چاراکو په خبره د یادو روزنیزو پروګرامونو له لارې د غو ولسوالیو بزګرانو ته د لایم سلفر وقایوي درملو په هکله پوهاوی ورکړل شوي دي.
ددې پروګرام موخه د بزګرانو وړتیاوې لوړول او په ټوله کې د کرنې سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.