پکتیکا کې په څه باندې ۱۸ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۹ - ۱۵:۲۳
پکتیکا کې په څه باندې ۱۸ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شويو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوی

۹ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۴۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست  وایي، چې د (نارویېژن او او.آر.ډي) مؤسسو په همکارۍ ددې ولایت په ۱۸ زره او ۲۲۸ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ یې پیل کړی دی.
ددې لړۍ په ترڅ کې هر بزګر ته ۵۰کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه او ۵۰ کیلوګرامه یوریا او ۵۰ کیلوګرامه DAP سره وېشل کېږي.
یوشمېر بزګران خوښ برېښي او وایي، چې د غنمو تخمونه یې په خپل وخت تر لاسه کړه او په خپل وخت به یې کرکېله تر سره کړي او په پایله کې به ښه حاصل ترلاسه کړي. 
ددغو مرستو موخه  د اصلاح شویو تخمونو دودول دي، تر څو کروندګر تشویق شي او وکولاي شي په کم مصرف له لږې ځمکې څخه زیات حاصل لاسته راوړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت