پکتیکا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۲۳:۲۶
پکتیکا کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴ غویی ۱۴۰۰
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۲۱۳ پروژو رغنیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغو پروژو کې  ۳۳ د مڼو صفر انرژۍسړې خونې، د پیازو ۵۰ او د کچالو ۸۰ صفر انرژۍ زېرمتونونه او ۵۰ ممیزخونې شامل دي، چې د پکتیکا د مرکز په ګډون ددې ولایت د ارګون، شرنه، سروبي، مټاخان، یوسف خېل، یحی خېل، جانیخېل او خیرکوټ په ولسوالیو کې پلي شوي دي.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا مرستیال والي محمد ابراهیم کټوازی، بزګرانو لپاره د یادو زېربناوو د جوړولو په پار د کرنې له وزارت څخه مننه وکړه او وویل، چې دا د کرنې په برخه کې لویه پروژه ده، چې دې سره به د بزګرانو محصولات خوندي او د خوسا کېدو مخه به یې ونیول شي. هغه ددې ولایت کروندګرو ته په خطاب کې وویل، چې له دې فرصت څخه پوره ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې له یادو پروژو څخه برخمن شوي بزګران د یادو خونو د جوړولو ستاینه وکړه او ویې ویل، چې له دې لارې به راټول کړي حاصلات په وخت بازار ته وړاندې او د خوسا کېدو او خرابېدو مخه به ورسره ونیول شي
د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د پیازو او کچالو د خوندي کولو په پار صفر انرژۍ زېرمتونونه، ممیزخونې او د مڼو صفر انرژۍ سړې خونې جوړ کړي دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۲۲
Background image

پکتیا کې د غنمو او وربشو ۲۸ ننداریزې کروندې جوړیږي

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکزګردیز، احمدابا، سیدکرم،میرزکه ، زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د «سي‌اراس» مؤسسې له مسؤول سره وکتل

۲۷ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د «سي‌اراس» نړۍوالې مؤسسې له. . .

بازگشت