پکتیکا کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۹:۲۴
پکتیکا کې د طبي بوټو د راټولولو قراردادونه لاسلیک شول 

دپکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کرنې وزارت او پکتیکا ولایت مقام سره په بشپړه همغږۍ ددې ولایت په څلورو ولسوالیو لکه نعمت آباد، ګومل، وازیخواه او وړممی کې د انجې او اوښی طبي بوټي څخه په مسلکي ډول د ګټې اخستنې قراردادونه لاسلیک شول.
د قراردادونو یاد مراحل چې د داوطلبۍ په توګه ترسره شول په کې د پکتیکا دکرنې ریاست ترڅنګ د اړوندو ادارو چارواکو هم حضور درلود.
د اوښی طبي بوټی، چې شیره یې د بېلابېلو ناروغیو مخنیوی لپاره په طبابت کې کارول کېږي په خپل سري توګه په غرنیو سیمو کې په موسمي ډول راشنه کېږي چې مخکې به له دغو بوټو څخه په غیر فني  ډول د اشخاصو او افرادو لخوا ګټه اخیستل کېدل.
دا مهال ددغو طبي بوټو څخه د استفادې کولو په منظور د کرنې وزارت د ځانګړي طرزالعمل له مخې د ولایت مقام په همکارۍ ګټه اخیستل کېږي، چې د قراداد پیسې به یې په اصولي ډول د اسلامي ام.ارت د وارداتو حساب ته جمعه کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت