پکتیکا کې د زعفرانو لس ننداریزې کروندې جوړېږي
۶غبرګولي۱۴۰۰
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست چارواکي وایي، چې د زعفرانو د لا پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې سږ کال به د یاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې ۱۰ ننداریزې کروندې جوړې شي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زعفرانو د کښت، ګل ټولونې، اقتصادي ارزښت او پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې په پار یې د مرکز شرنې، سروبي، جانیخېل، یوسف خېل او خیرکوټ ولسوالیو کې لس ننداریزې کروندې په پلان کې لري، چې په پار یې کروندګرو ته هر اړخیزه روزنه ورکړل شوې ده.
د پکتیکا د کرنې ریاست هڅې کوي تر څو په یاد ولایت کې د نور ارزښت لرونکو محصولاتو تر څنګ د زعفرانو کرکېله هم پراخه کړي، چې په پار یې کروندګرو ته هر اړخیز ټرینګونه ورکړل شوي.