پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو ریاستونو رئیسانوسره یوځای د پکتیکا ولایت د مرکز اړوند د کوټوال په سیمه کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه معیاري سړې خونې څخه لیدنه وکړه.
د یادې لیدنې پر مهال د سړې خونې د رغنیزو چارو د پرمختګ، ساختماني کیفیت او د اړوندو برخو وضعیت له نږدې وکتل شو.
د پکتیکا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر» د یادې سړې خونې د جوړېدو چارې د پکتیکا د کروندګرو او د ولایت د کرنې د ودې لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل، چې د معیاري سړو خونو جوړېدل کولی شي د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، د حاصلاتو د ضایع کېدو د مخنیوي او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي په برخه کې مهم رول ولري.
نوموړي د سړې خونې روانې چارې معیاري وبللې او د دې پروژې بشپړېدل یې د پکتیکاوالو لپاره یو مهم او ارزښتناک خدمت وباله.
د یادونې وړ ده، چې دغه سړه خونه د ۶۰۰ میټریک ټنه کرنیزو محصولاتو د ساتنې ظرفیت لري او له بشپړېدو وروسته به د پکتیکا د کروندګرو لپاره د خپلو حاصلاتو د ساتنې په برخه کې مهمه اسانتیا رامنځته کړي.

از سردخانه ۶۰۰ متریک‌تنی در حال ساخت در مرکز پکتیکا بازدید شد
۱۴ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مولوی لعل‌محمد «گوهر»، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا، همراه با رؤسای ریاست‌های مستوفیت، عدلیه، شهرسازی، شاروالی، سرحدات و حج و اوقاف، از سردخانه معیاری ۶۰۰ متریک‌تنی در منطقه کوټوال مربوط مرکز این ولایت که در حال ساخت است، بازدید کرد.
در جریان این بازدید، میزان پیشرفت کارهای ساختمانی، کیفیت ساخت‌وساز و وضعیت بخش‌های مربوط به این سردخانه از نزدیک بررسی شد.
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیکا، ساخت این سردخانه را گام مهمی برای حمایت از دهقانان و توسعه زراعت در این ولایت دانسته و گفت که ایجاد سردخانه‌های معیاری می‌تواند در زمینه نگهداری محصولات زراعتی، جلوگیری از ضایع‌شدن حاصلات و بهبود وضعیت اقتصادی دهقانان نقش مهمی داشته باشد.
وی روند کار ساخت این سردخانه را معیاری خوانده و تکمیل این پروژه را یک خدمت مهم و ارزشمند برای باشندگان پکتیکا عنوان کرد.
قابل یادآوری است که این سردخانه ظرفیت نگهداری ۶۰۰ متریک‌تن محصولات زراعتی را دارد و پس از تکمیل، سهولت مهمی را برای دهقانان پکتیکا در زمینه نگهداری حاصلات‌شان فراهم خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۵۳
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه تاشکند ته ورسېد

۱۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د ازبیکستان د کرنې وزارت په رسمي بلنه، د دې هېواد پلازمېنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۶
Background image

پکتیکا په مرکز کې له جوړېدونکې ۶۰۰ میټریک ټنه سړې خونې څخه لیدنه وشوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې، ښاروالۍ، سرحدونو او حج او اوقافو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۹:۴۵
Background image

د کرنې وزارت د څېړنو لوی رییس: په خوست کې د اصلاح شوو تخمونو د تولید او کرنیزو څېړنو د پیاوړتیا لپاره لازم ملاتړ کوو

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څېړنو لوی رییس مولوي نصرت الله طلحه او د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شېر محمد. . .

بازگشت