پکتیکا ته د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست دپلاوي سفر 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۱:۱۲
پکتیکا ته د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست دپلاوي سفر 

۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رییس په لارښوونه پکتیکا ولایت د ځمکو د اجارې پر سر د رامنځته شویو شخړو د حل په موخه يو ټيم ياد ولايت ته سفر وکړ ترڅو د ستونزو د حل او همدارنګه د هغو ځمکو په اړه ارزونه وکړي، چې مستاجرينو د اجارې پیسې يې له کلونو راهيسې تر اوسه ندي تحويل کړي.
ياد ټيم پکتیکا ولایت ته په رسېدو له ټولو مستاجرينو سره وکتل چې له نېکه مرغه ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شو او ټولو دا پرېکړه هم وکړه چې له کومې نېټې څخه چې ځمکې دوی ته په اجاره ورکړ شوي خپلې ټولې د اجارې پیسې به د افغانستان اسلامي امارت مربوطه څانګې ته سپاري‌.
د يادونې ده چې دغه مستاجرين چې ۱۹ کسان دي او له ۱۳۴۶ کال څخه تر اوسه ۸۵۰ جريبه ځمکه يې په اجاره نيولې چې تر اوسه پورې خپلې د اجارې پیسې نوې تحويل کړې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت