پکتیکا؛ د سروبي ولسوالی قومي مشرانو سره د ځنګلونو د خوندیتوب په پار غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۰:۳۲
پکتیکا؛ د سروبي ولسوالی قومي مشرانو سره د ځنګلونو د خوندیتوب په پار غونډه دائره شوه

د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې د چهارمغزو ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په موخه هڅې ګړندي کړي، چې په ترڅ کې یې له قومي مشرانو او اړوندو چاراکو سره د ځنګلونو د خوندیتوب په پار خبرې اترې کوي.
ددغو هلو ځلو په دوام د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکو سروبي ولسوالی ته د سفر په ترڅ کې ددې ولسوالی له ولسوال، سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره د ځنګلونلو د خوندیتوب او پراختیا په پار خبرې اترې وکړې. 
د پکتیکا دکرنې ریاست وایي، ددې ولایت د ځنګلونو د بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې ډېروي، ځکه ځنګلونه له یوه پلوه چاپېريال پاک ساتي، د سېلابونو مخه نيسي او د وحشي ژوو کورونه په خپله غيږ کي لري او د بل پلوه د طبي بوټو په وده او نمو کي مهم رول لوبوي اوهم زموږ لپاره پاکه او تازه هوا برابروي. همدا راز ځنګلونه د ژوند ارزښت لرونکي اړتیاوې هم برابره وي، چې په ګڼو برخو لکه د سون لرګیو، ودانیزو چارو، د مېوو او نورو فرعي محصولاتو په توګه ترې کار اخېستل کیږي، چې دا ټول د انسانانو او وحشي حیواناتو د ژوند کولو لپاره خورا اړین دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت