پکتیا کې یوشمېر مالداران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۱۲:۶
پکتیا کې یوشمېر مالداران وروزل شول

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د همکارې برنامې هالنډ کمیټې لخوا د میرزکې ولسوالی ترویج عمومي مدیریت په همغږۍ او همکارې د دې ولسوالی د مالدارانو درې ټولګیو ته د حیواناتو د سختو ویروسي او ساري ناروغیو، د روغتیا ساتنې او واکسینونو پلي کولو په هکله د عامه پوهاي ورکشاپ ترسره شو.
ددې روزنیز پروګرام په لړ کې ۶۰ مالدارانو ته په یادو برخو کې عملي او نظري روزنه وکړل شوي دي.
دا چې د میرزکې ولسوالی کې د هالنډ کمیټې لخوا د مالدارانو لس ګروپونه جوړ شوي، پاتې اوه ۷ ګروپونو ته به هم په نږدې ورځو کې د حیواني روغتیا په برخه کې ورکشاپونه دایر شي.
 همدا رنګه د میرزکې ولسوالی کې د یو خصوصي حیواني وترنر ډاکتر لپاره چې د هالنډ کمیټې لخوا روزل کېږي، د یو باب کلینیک جوړولو چارې پیل شوې، چې ډیر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۹:۹
Background image

پکتیا کې درې زره  بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له‌خوا، د افغان سوله جوړونکو موسسې په همکارۍ او د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

نورستان کې د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د پرونز او ډیوي کلیو ترمنځ د ۷۷۰۰ مترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال، چې د خوړو نړۍوال پروګرام «ډبلیواف‌پي» په مالي ملاتړ، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

پنجشېر کې ۶۰۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۲۶ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست، د خپل کلني پلان پر بنسټ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونو. . .

بازگشت