پکتیا کې یوشمېر بڼوال د ونو څانګه پرېکول زده کړل

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۲ - ۱۴:۲۱
 پکتیا کې یوشمېر بڼوال د ونو څانګه پرېکول زده کړل

۱۲ کب ۱۳۹۸
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت یوشمېر بڼوالو ته د ونو څانګې پرېکولو لارې چارې په عملي بڼه ور ښودلي دي.
ددې ترڅنګ په دې روزنیز پروګرام کې بڼوالو ته د ونو څانګې پرېکولو ګټې هو ښودل شوي دي.
د بڼوالۍ د کارپوهانو په خبره د ونې ښاخونو پرېکول د مېوې د کیفیت ښه کولو او د زیانمن شوو څانګو د ترمیم لپاره تر سره کیږي. شاخه بري د مېوې د ودې او تولید لپاره له اساسي برخو څخه شمېرل کیږي.
باید وویل شي، چې په متوازن ډول د ونې وده او ساتنه او د ونې د شکل د اندازې تنظیمول، د ونې ځوانول، د نوې مېوه لرونکو خاښونو د ودې تحریکول، د لمر وړانکې او هوا ته اجازه ورکول، سالمې مېوې تولید ته په منظمه توګه د نبات هڅول، د ناروغو، اغېزمنو او د هغو ښاخونو له منځه وړل، چې په نامناسب ځای کې را شنه شوي دي، د ونو د څانکې پرېکولو ګټې دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

ننګرهار کې پر ۳۲۰ بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د زده کړې او تغذیې نړۍوالې مؤسسې  په مالي او تخنیکي ملاتړ، د دې ولایت په بهسود،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتیکا مټاخان ولسوالی کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۰ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

بازگشت