پکتیا کې پر ۱۷۵ بڼوالو د بڼوالې اړوند توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۰ - ۹:۱۸
پکتیا کې پر ۱۷۵ بڼوالو د بڼوالې اړوند توکي ووېشل شول

۲۰ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو مالدارۍ ریاست اړوند د همکاری موسسې اکشن اېډ له‌ لورې ددې ولایت په سید کرم ولسوالی کې پر ۱۷۵ تنو بڼوالو د بڼوالې اړونده توکي وویشل شول.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی وايي، چې د يادو توکو له وېش څخه يې موخه د دوديزې بڼوالۍ پر ځای د عصري بڼوالۍ ترويج، پراختيا، د محصولاتو د تولید او  کيفيت لوړوالی او بزګرانو ته د بڼوالۍ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول دي.
ښاغلی حلیم زی زیاته کړه، چې په يادو بڼوالۍ توکو کې د دوا شیندنې پمپ، د ښاخبرې وړه قیچي او د ښاخبرې اره شامل دي.
د يادولو وړ ده، چې د يادې موسسی له لورې به په نیږدی راتلونکې کی د دی ولايت په مرکز ګردیز، څمکني او زرمت ولسوالیو کې ۲۰۵ بڼوالو ته د دوا شیندنې پمپونه ووېشل شي.


در پکتیا وسایل مرتبط با باغداری به ۱۷۵ باغدار توزیع شد
۲۰ جدی  ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رجب‌المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق
از سوی مؤسسه همکار اکشن‌اید وابسته به ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، در ولسوالی سیدکرم این ولایت، وسایل مرتبط با باغداری به ۱۷۵ تن از باغداران توزیع گردید.
آمر امور زراعتی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، عبدالله حلیم‌زی، می‌گوید هدف از توزیع این وسایل، ترویج و گسترش باغداری عصری به‌جای باغداری سنتی، افزایش تولید و بهبود کیفیت محصولات، و فراهم‌سازی سهولت‌ها برای باغداران در بخش باغداری است.
به گفته او، این وسایل باغداری شامل پمپ دواپاشی، قیچی کوچک شاخه‌بُری و اره شاخه‌بُری می‌باشد.
قابل یادآوری است که این مؤسسه در آینده نزدیک، در مرکز این ولایت (گردیز) و ولسوالی‌های څمکنی و زرمت، پمپ‌های دواپاشی را به ۲۰۵ باغدار توزیع خواهد کرد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

بلخ کې د شېدو راټولولو مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ، د «ډي‌سي‌اې» مؤسسې په مالي او تخنیکي ملاتړ او د بلخ ولسوالی د کرنیزو خدمتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۰
Background image

د خوست صبریو او یعقوبیو ولسوالی کې پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شویو غنمو تخمونه وېشل کېږي

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د «اوآرډي». . .

بازگشت