پکتیا کې پر ۱۲ کسانو د حفظ الصحې توکي ووېشل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۹ - ۹:۷
پکتیا کې پر ۱۲ کسانو د حفظ الصحې توکي ووېشل شو

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت مرکز کې پر ۱۲ لبنیاتو پلورونکو د حفظ الصحې توکي وېشلي دي.
په وېشل شویو توکو کې «ډیټول صابون، ماسک، د لاس مینځلو مایع، سنټایزر او دستکشې» شامل دي. 
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دطبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا، د افغانستان لپاره د هالند کمیټی استازو او لبنیاتو پلورونکو شتون درلود. 
د د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست دطبیعي سرچینو آمر زاهب الله ارسلا، ګډونوالو ته د حفظ الصحې په برخه کې هر اړخیزه معلومات واورول او زیاته یې کړه، چې د ورځې په جریان کې لږ تر لږه ۲ ثانیو لپاره خپل لاسونه په مکرر ډول په صابون او اوبو سره ومینځئ، او یا  د لاسونو الکولي ضد عفوني کوونکو څخه کار واخلئ، د پوزې، خولې او سترګو سره د نامینځل شوې لاسونو له تماس څخه مخنیوی وکړئ، د کار په سیمه کې، چې خلکو سره مخ کیږئ باید ماسک واغوندئ.
په همدې حال کې له دغو مرستو برخمن شوي کسان  د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مادارۍ ریاست له دوامداره هکاریو څخه مننه وکړه او د کرنې ریاست کړنی یی وستایل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۸:۲۵
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له رییس سره وکتل

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یواین‌ډي‌پي» له رییس او استازي، سټیفن رودریګز، سره وکتل او د کرنې، اوبو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۵۱
Background image

ننګرهار کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په لګښت د «پامیر صحت» مجهز وټرنرۍ کمپلیکس ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د شاوخوا ۵۰ میلیونه افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۹:۴۳
Background image

کرنې وزارت کې د اداري لیکونو او دفتري مدیریت په اړه روزنیز پروګرام پیل شو

۸ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د دغه وزارت د مرکزي ادارو یو شمېر کارکوونکو ته د اداري مراسلاتو او. . .

بازگشت