پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوند توکي ووېشل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۶:۱
پکتیا کې پر یوشمېر بڼوالو د بڼوالۍ اړوند توکي ووېشل شول

۲۶ غبرګولی ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنې وزارت اړوند د بڼوالۍ د ځنځيروي ارزښت د ودې سکتوري پروژې  (HVCDSP)  په همکارۍ ددې ولایت پر ۳۰ تنو بڼوالو د بڼوالۍ اړونده کرنيز توکي ووېشل شول.
د پکتيا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد دین مومند وايي، چې د يادو توکو له وېش څخه يې موخه د دوديزې بڼوالۍ پر ځای د عصري بڼوالۍ ترويج، د بڼوالۍ پراختيا، د محصولاتو د تولید او  کيفيت لوړوالی او بزګرانو ته د بڼوالۍ په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کول دي.
د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکتوري پروژې  (HVCDSP) ولایتي مسوول عارف روښان وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې د دوا شیندنې « PRR»پمپ، محافظتي جامې، د ښاخبري وړه او غټه قیچې، د ښاخبري اره، او زینه شامل دي، چې د عصري بڼوالۍ د ترویج په موخه پر بڼوالو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو د وېش موخه د بڼوالو ملاتړ او په دې ولایت کې د بڼوالۍ د محصولاتو معیاري کول دي.
د يادولو وړ ده، چې د يادې پروژې له لورې په پکتيا ولايت کې د نوې ټکنالوژۍ د دودولو په پار د مڼو ۳۰ جريبه متراکم بڼونه هم جوړ شوي دي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په. . .

بازگشت