پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د لوبیا تخم او کرنیز توکي ووېشل شول

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۹ - ۹:۱۸
پکتیا کې پر یوشمېر بزګرانو د لوبیا تخم او کرنیز توکي ووېشل شول


۹ غویی ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ژغورنې نړیوالې کمیتې په همکارۍ ددې ولایت د احمدابا او سیدکرم ولسوالیو په ۴۹ بزګرانو د لوبیا تخم او د کرکېلي اړین توکي وېشلي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې ددغو ۴۹ برخمن شویو بزګرانو له ډلې ۲۵ یې د احمدابا او ۲۴ یې د سیدکرم ولسوالۍ دي، چې هر بزګرته د لوبیا ۵۵ کیلو تخم، يوه دانه کراچۍ، يو درمل شېندونکی، يوه جوړه دستکش، آب پاش، بيل، لوور او نور بېلابېل کرنيز توکي ورکړل شوي دي او په راتلونکې کې به دوی ته توره او سپينه سره هم ورکړل شي.
د یادو توکو د وېش موخه د کرنې پر مټ د اړمنو کورنيو د اقتصادي وضعيت ښه والی او د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه غنم راټول شوي؛ د تېر کال په پرتله ۱۳.۴ سلنه زیاتوالی ښيي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې احصایې او معلوماتو د تنظیم ریاست د شمېرو له مخې، روان کال په ټول هېواد کې ۵.۱۵ میلیونه مټریک ټنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا کې د غنمو د حاصلاتو لوړولو په موخه د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي بودیجې په چوکاټ کې، د کرنې، اوبولګولو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

افغانستان کې د چرګانوپالنې د صنعت د پراختیا په اړه غونډه ترسره شوه

۲۸ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت، مالیې او صنعت. . .

بازگشت