پکتیا کې پر سلګونو مالدارانو دڅارویو دخوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۶:۳۴
پکتیا کې پر سلګونو مالدارانو دڅارویو دخوراکي توکو وېش لړۍ پیل شوه

۲۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښت پروګرام  په مالي همکارۍ ددې ولایت په مرکز ګردیز، احمدابا او سیدکرم ولسوالیو کې پر ۳۳۰ مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې پروګرام په پیل غونډه کې د پکیتا د کرنې، اوبولګولواومالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښت پروګرام  د فعالیتونو څخه مننه وکړه او مالدارانو ته یی وویل، چې یاده خوراکه خپلو حیواناتو ته په صحیح ډول ورکړي او زیاته یې کړه، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو مالدارنو پر پښو اودرول دي، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښت پروګرام ولایتي مسئول داکتر محمود حریفال وویل، چې ۱۵۰ په مرکزګردیز، ۱۵۰ په احمدابا او ۳۰ کسانو ته په سیدکرم ولسوالی کې حیواني خوراکه  توزیع شو همدارنګه ښاغلی حریفال وویل، چې د ياد پروګرام له لارې هر مالدارته ۲۰۰  کيلو  ګرامه حیواني خوراکه (کانسنتریت)  په وړيا ډول ورکول کېږي.
د یادلو وړ ده، چې د څارویو دغه خوراکي توکي پر هغو مالدارانو وېشل شوي، چې د خپلو څارویو محصولات د شېدو پروسس مرکز ته راوړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت