پکتیا کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۹:۳۵
پکتیا کې راستانه شویو کډوالو ته د غنمو او نغدي مرستو وېش بهیر پیل شو

۱۹ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم، پېرزوینې او شفقت له مخې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د پکتیا په ولایت کې په اجباري ډول راستانه شويو اړمنو ۱۲۰۰ کډوالو ته د غنمو او نغدو پیسو وېش لړۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په مشرۍ پيل شو.
د یادو مرستو وېش غونډه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري  په مشرۍ ترسره شو، چې په کې د پکتیا والي ملا مهرالله حماد، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي، د ګډ والو چارو رییس مفتي حبیب الله شهید زاده، د بېلابېلو ادارو رییسانو او یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.
په پیل کې د علماو شورا مرستیال  مفتي امان الله حقاني د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې پروسې په تړاو وینا وکړه. نوموړي د اسلامي امارت له رهبرۍ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مقام، د پکتیا ولایت مقام او د کډوالو چارو ریاست څخه مننه وکړه.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام شکر ادا کړ او د دغه نظام تر سیوري لاندې ژوند کول یې د ویاړ ځای وباله. نوموړي په اجباري ډول راستانه شويو کډوالو ته په خطاب کې وویل: «تاسو زموږ وروڼه یاست، هغه مهارتونه، تجربې او وړتیاوې چې لرئ، له خپل ولس سره یې شریک کړئ، تر څو په ګډه د هېواد د آبادۍ، پیاوړتیا او پر ځان بساینې لپاره کار وکړو.»
نوموړي وویل، چې دا مرستې د اسلامي نظام د رهبرۍ د پېرزوینې څرګندونه ده او موخه یې دا ده، چې اجباري راستانه شوي کډوال وکولای شي خپل ژوند ته له نوې هیلې سره دوام ورکړي. هغه د مرستو د وېش بهیر شفاف، منظم او د کره مستحقينو پر بنسټ وباله او زیاته یې کړه، چې په راتلونکي کې به هم د ورته بشري همکاریو لړۍ دوام ولري.
همدارنګه دکرنې وزیر مولوی عطاءالله عمري ولس څخه وغوښتل، چې له اجباري راستانه شويو کډوالو سره د خپلو وروڼو په څېر همکاري وکړي، د ستونزو پر مهال یې لاسنیوی وکړي او د ورورولۍ او یووالي فضا نوره هم ټینګه کړي. نوموړي ټینګار وکړ، چې د مرستو دا پروسه د ټاکلي پلان، منظم مهالوېش او د اړوندو ادارو تر بشپړې همغږۍ لاندې د مستحقينو د کره پېژندنې پر بنسټ ترسره کېږي، څو هر اړمن کس خپلې مرستې په عزتمنه فضا کې ترلاسه کړي، او په راتلونکي کې یې د نورو همکاریو هیله هم څرګنده کړه.
یاد اقدام د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د حمایوي پروګرامونو په چوکاټ کې او د بېړنیو شرایطو پر مهال د بېرته راستنو شویو او مستحقو کورنیو د معیشت د ښه‌والي په موخه ترسره کېږي.


در پکتیا روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی به مهاجرین برگشته آغاز شد
۱۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ شعبان‌المعظّم ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس حکم، لطف و شفقت ویژه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی، از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، روند توزیع گندم و کمک‌های نقدی برای ۱۲۰۰ خانواده مهاجر نیازمند که به‌گونه اجباری به ولایت پکتیا برگشته‌اند، تحت رهبری مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری آغاز شد.
مراسم توزیع این کمک‌ها تحت ریاست مولوی عطاءالله عمری برگزار گردید که در آن ملا مهرالله حماد والی پکتیا، مولوی سید امین هاشمی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری، مفتی حبیب‌الله شهیدزاده رئیس امور مهاجرین، رؤسای ادارات مختلف و شماری از مسئولان حضور داشتند.
در آغاز، مفتی امان‌الله حقانی معاون شورای علما ضمن خوش‌آمدید، در مورد این روند سخنرانی کرد. وی از رهبری امارت اسلامی، مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، مقام ولایت پکتیا و ریاست امور مهاجرین ابراز قدردانی نمود.
سپس مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در سخنان خود شکر نظام اسلامی را ادا کرده و زندگی زیر سایه این نظام را مایه افتخار دانست. وی خطاب به مهاجرین برگشته گفت:
«شما برادران ما هستید، مهارت‌ها، تجارب و توانایی‌هایی که دارید با مردم خود شریک سازید تا با هم برای آبادانی، تقویت و خودکفایی کشور کار کنیم.»
وی افزود که این کمک‌ها نشان‌دهنده لطف رهبری نظام اسلامی است و هدف آن این است که مهاجرین برگشته بتوانند با امید تازه به زندگی خود ادامه دهند. او روند توزیع کمک‌ها را شفاف، منظم و مبتنی بر شناسایی دقیق مستحقان دانسته و تأکید کرد که در آینده نیز چنین همکاری‌های بشردوستانه ادامه خواهد یافت.
همچنان وزیر زراعت از مردم خواست تا با مهاجرین برگشته مانند برادران خود همکاری کنند، در زمان دشواری‌ها از آنان حمایت نمایند و فضای برادری و وحدت را تقویت سازند. وی تأکید کرد که این روند بر اساس یک پلان مشخص، زمان‌بندی منظم و هماهنگی کامل میان ادارات مربوطه و بر مبنای شناسایی دقیق مستحقان اجرا می‌شود تا هر فرد نیازمند کمک‌های خود را در فضای باعزت دریافت کند و امیدواری خود را به ادامه همکاری‌ها نیز ابراز نمود.
این اقدام در چارچوب برنامه‌های حمایوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان و به‌منظور بهبود معیشت خانواده‌های برگشته و مستحق در شرایط اضطراری انجام می‌شود.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۳:۲۶
Background image

غزني کې د پرمختیايي پروژو پلي کېدل؛ د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره مهم ګام

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د غزني ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د «اف جي اې» مؤسسې په همکارۍ بېلابېلې پرمختیايي پروژې پلي کېږي، چې موخه یې د خلکو اقتصادي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۲۶
Background image

د میدان وردګو جغتو کې د شفتالو او ګیلاسو بڼونو جوړولو په پار نیالګي ووېشل شول

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د افغان سوله جوړونکي مؤسسې په همکارۍ، د جغتو ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د شفتالو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست: نږدې ۳۷ زره جریبه ځمکه کې تېلي بوټي کرل کېږي

۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او چارو ادارې لوي ریاست استازو د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد سره په ننګرهار ولایت کې د ٣٦. . .

بازگشت