پکتیا کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۲۸
پکتیا کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په نوښت، ددې ولایت مرکز ګردیز اړوند د حاجیانو په سمه کې د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی، د بڼوالۍ مدیر، د کرنې متخصص، د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازي، د پکتیا یوشمېر ګذر وکیلانو او له بېلابېلو سیمو راغلي مخکښ بزګران ګډون درلود.
د پکتیا کرنیزو چارو آمر عبدالله حلیم زی وویل، چې اوس مهال په دې ولایت کې د اصلاح شويو تخمونو تولید برخه کې د بابا جان منګل شرکت تخمونه تولید کړي دي.
ښاغلي حلیم زي د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» له همکاریو مننه وکړه او ترڅنګ یې غوښتنه وکړه، چې نور اصلاح شوي تخمونه هم باید په دې ولایت کې دننه تولید او ووېشل شي.
دغه راز ښاغلی حلیم زی، کروندګرو ته ډاډ ورکړ، چې اصلاح شوي تخمونه د کم مصرف او لوړ حاصل لامل ګرځي، او د وزارت څېړنیز مرکزونه هم د بېلابېلو تخمونو تجربه کوي تر څو غوره ډولونه بازار ته وړاندې شي.
ورپسې د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» استازی محمد وزیر الحام وویل؛ دا غونډه د دې لپاره جوړه شوې، چې کروندګر د تخمونو له تولیدوونکو شرکتونو سره وصل شي، تر څو د اړتیا وړ اصلاح شوي تخمونه په آسانه توګه ترلاسه کړي.
ددې ناستې ګډونوالو ته د کرنې متخصصینو له خوا د اصلاح شوو حبوبات د تولید، کر او پالنې، او د نباتي ناروغیو د مخنیوي او درملنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول.
یاد پروګرامونه د بزګرانو د پوهې لوړولو، اصلاح شوو تخمونو ته د لاسرسي، او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په برخه کې مهم بلل کېږي


روز مذرعه در پکتیا تجلیل شد
۲۶ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به ابتکار ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، محفل بزرگداشت از روز مذرعه در ساحه حاجیانو مربوط مرکز گردیز برگزار شد.
در این مراسم عبدالله حلیم‌زی آمر امور زراعتی ریاست زراعت پکتیا، مدیر باغداری، متخصص زراعت، نمایندگان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، تعدادی از وکلای گذر پکتیا و شمار زیادی از دهقانان پیشگام از مناطق مختلف حضور داشتند.
آمر امور زراعتی پکتیا عبدالله حلیم‌زی گفت که در حال حاضر شرکت بابه‌جان منگل در این ولایت تخم‌های اصلاح‌شده تولید کرده است. وی ضمن قدردانی از همکاری‌های سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، خواستار تولید و توزیع بیشتر تخم‌های اصلاح‌شده در داخل این ولایت شد.
همچنین آقای حلیم‌زی به دهقانان اطمینان داد که تخم‌های اصلاح‌شده سبب کاهش مصرف و افزایش حاصل می‌گردند و مراکز تحقیقاتی وزارت نیز در حال آزمایش انواع مختلف تخم‌ها می‌باشند تا بهترین آن‌ها به بازار عرضه گردد.
سپس محمد وزیرالحام نماینده سازمان خوراک و زراعت ملل متحد گفت که این نشست به هدف ایجاد ارتباط میان دهقانان و شرکت‌های تولیدکننده تخم برگزار شده تا دهقانان بتوانند به‌سادگی تخم‌های اصلاح‌شده مورد نیاز خویش را به دست آورند.
در ادامه متخصصین زراعت، معلومات همه‌جانبه در مورد تولید، کشت و پرورش حبوبات اصلاح‌شده و نیز پیشگیری و درمان امراض نباتی برای دهقانان ارائه کردند.
این برنامه‌ها برای ارتقای آگاهی دهقانان، دسترسی به تخم‌های اصلاح‌شده و افزایش محصولات زراعتی مهم پنداشته می‌شود.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

د کرنې وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق پر چټکتیا ټینګار وشو

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي پروژو د تطبیق بهیر د چټکتیا په موخه غونډه د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۵۷
Background image

د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۹:۳۲
Background image

کندهار کې د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو پروژه بشپړه شوه؛ زرګونه بزګران او مالداران تر پوښښ لاندې راغلل

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار ولایت په څلورو ولسوالیو کې د ۱.۳ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا او د بزګرانو او مالدارانو د. . .

بازگشت