پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه
۲۰ وږی ۱۴۰۳ه.ش
۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
په یاده غونډه، چې د پکتیا دکرنې رییس مولوی سید امین هاشمي په مشرۍ ترسره شوه، پکې د کلیوبیارغونې او پراختیا رياست، چاپېریال ساتنې ریاست، د سیدیزې حوزې، ریاستونو استازو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست آمرينو او د افغانستان لپاره د ناروی کمیټه، هېلټو، د افغانستان لپاره د هالند کمیټه، آی،آرسي، او،آرډي، ګالو، پاملرنه او د اړیکو دفتر پروژو مسؤلينو ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د پکتیا د کرنې رییس هاشمي د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي هاشمي زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د یادوني وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه په میاشت کي یو ځل د اداراتو او اړونده مؤسسو د لا ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.