پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۳۴
پکتیا کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو

۱۱ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي په موخه په پکتیا ولایت کې کمپاین پیل شو. دغه کمپاین د مرکز ګردېز او پنځو ولسوالیو کې پلي کېږي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وویل، چې یاد کمپاین به د پکتیا مرکز ګردېز، روحاني بابا، سیدکرم، وزي ځدراڼ، ډنډه پټان او ځاځی اریوب ولسوالیو کې پلي شي. د ده په وینا، په دې لړ کې به زرګونه څاروي او د هغوی غوجلې دواپاشي شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې دا پروګرام د سیمه ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته پلي کېږي. نوموړي وویل، ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، د درمل شیندنې پمپونه او د حفظ الصحې اړوند وسایل برابر شوي، تر څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي.
د یادو فعالیتونو ترڅنګ، د حیواني محرقې «بروسلوز» ناروغۍ د مخنیوي په موخه د سمپلګیري پروګرام هم د پکتیا ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې په عملي ډول پلي کېږي. دغه پروګرام د څارویو د ساتنې او د مالدارانو د اقتصادي زیانونو د مخنیوي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي. او د بروسلوز ناروغی چی زونوس ناروغي ده او انسانانوته په آسانی سره انتقالیږي پدې پروګرام کې به معلومه شي چې د بروسلوز ناروغۍ کچه په پکتیا کې په کومه اندازه ده. او ورسته له دغې سمپل ګیری څخه به د مخنیوي لارې چارې پيل شي.
د پکتیا د کرنې ریاست مشرتابه د انسانانو د خوندیتوب او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه دا ډول کمپاینونه ګټور وبلل او له اړوندو مسؤلینو یې غوښتنه وکړه، چې دغه پروګرامونه نورو ولسوالیو ته هم وغځوي.

کمپاین جلوگیری از تب خونریزی‌دهندۀ کانگو در پکتیا آغاز شد
۱۱ سنبله ۱۴۰۴ هـ.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۷ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا، وزارت زراعت، آبیاری و مالداری کمپاینی را به‌منظور جلوگیری از تب خونریزی‌دهندۀ کانگو در ولایت پکتیا آغاز کرد. این کمپاین در مرکز گردیز و پنج ولسوالی دیگر تطبیق می‌شود.
مولوی سید امین هاشمی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری پکتیا گفت که این کمپاین در مرکز گردیز، روحانی‌بابا، سیدکرم، وزی‌زدران، ډنډه پټان و ځاځی اریوب عملی می‌گردد. به گفتۀ وی، در این برنامه هزاران رأس مواشی و محل‌های نگهداری آن‌ها دواپاشی خواهد شد.
آقای هاشمی افزود که این برنامه با همکاری داکتران محلی وترنری تطبیق می‌شود. او گفت که برای این داکتران، داروهای ضد تب کانگو، پمپ‌های دواپاشی و وسایل مرتبط به حفظ‌الصحه فراهم شده است تا از گسترش این بیماری جلوگیری شود.
تب کانگو یک بیماری ویروسی خطرناک است که از طریق کنه‌ها بین حیوانات و انسان‌ها انتقال می‌یابد.
در کنار این فعالیت‌ها، برنامۀ سمپل‌گیری نیز به‌منظور جلوگیری از بیماری حیوانی «بروسلوز» در مرکز و تمامی ولسوالی‌های ولایت پکتیا به‌صورت عملی تطبیق می‌شود. این برنامه یک گام مهم برای حفاظت از مواشی و جلوگیری از زیان‌های اقتصادی مالداران محسوب می‌گردد.
بیماری بروسلوز یک بیماری زئونوز است که به‌آسانی به انسان‌ها انتقال می‌کند. در این برنامه مشخص خواهد شد که سطح بیماری بروسلوز در پکتیا در چه اندازه است و پس از این سمپل‌گیری، راهکارهای جلوگیری آغاز خواهد شد.
رهبری ریاست زراعت پکتیا این‌گونه کمپاین‌ها را برای حفاظت از انسان‌ها و جلوگیری از گسترش بیماری مفید دانست و از مسئولان مربوطه خواست تا این برنامه‌ها را به سایر ولسوالی‌ها نیز گسترش دهند.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۴
Background image

د خوست مرکز کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۷:۵۰
Background image

د کندهار کوهکران څېړنیز فارم کې د شفتالو ملي کلکسیون لابراټواري ازموینې پیل شوې


۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د کوهکران څېړنیز فارم د مسلکي مسؤلینو له لوري د شفتالو د ملي کلکسیون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۵:۴۰
Background image

سږ کال ننګرهار کې د شفتالو حاصلات څه باندې ۱۱۰زره ټنه اټکل شوي

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، اټکل کېږي چې سږ کال به د دې ولایت د شفتالو حاصلات له ۱۱ زره متریک ټنو څخه. . .

بازگشت