پکتیا کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاین پیل شو
۲۶ چنګاښ ۱۳۹۸
د پکتیا ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د کانګو تبې «CCHF»د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.
د دې کمپاین په لړ کې به د پکتیا ولایت مرکز ګردیز په ګدون ددې ولایت د ۱۲ ولسوالیو مشکوکې سیمې، څاروی او دڅارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دواپاشي کیږي او ترڅنګ یې پر مالدارانو د حفظ الصحې کڅوړې هم وېشل کيږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي. د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول وکیږي.
ددې کمپاین له پلي کولوڅخه د کرنې وزارت او همکارو نهادونو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د څارویو او انسانانو خوندي کول دي.
د کانګو تبه وېروسي ناروغي ده، چې حشرې، خځندې او یا څاروي یې انسانانو ته لېږدوي. دغه تبه په څارویو او انسانانو کې یوه ګډه ناروغي ده، چې ډېری وخت له څارویو څخه انسانانو ته لېږدي.