پکتیا کې د څارویو کلینیکونه او درملتونونه وڅارل شول
۲۴ سلواغه ۱۴۰۲ه.ش
۲ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۵ه.ق
دپکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت مسلکي کارکوونکو لخوا په دې ولایت کې یو شمېر حیواني کلینیکونه وڅارل شول.
د یادې څارنې په ترڅ کې ددغو کلینیکونو چارواکو ته سپارښتنې وشوې ترڅو له نسخې پرته د درملو پلورلو څخه ډډه وکړي، ددې ترڅنګ په دې څارنه کې د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو پاکوالي او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو د جوازونو څارل شامل دي.
دغه راز د یادو روغتونونو د مسؤلینو د کار جوازونه، د مسلکي وړتیاو سندونه او کار کولو کړنلارې و ارزول شوې او په بېلابېلو برخو کې ورته لازمې سپارښتنې وشوې.
د دغې څارنې او ارزونې څخه موخه داده ترڅو د بې کيفيته او تاريخ تېرو درملو د پلور مخه ونیول شي، مالدارانو ته نسخې ورکولو، په خپل سر ددرمل پلورنځیو پرانستلو او د غير قانونې درملو مخنيوی وشي.
ددې څارنې او ارزونې په ترڅ کې له بېلابېلو حیواني درملتونونو څخه ۳۰ قلمه تاریخ تېر حیواني درمل ټول شوي دي.
د پکتیا دکرنې ریاست د چارواکو په خبره د حیواني کلینیکونو او درملتونونو د څارنې لړۍ روانه او ددې ولایت نورو سیمو کې هم پلي کېږي، ترڅو هېوادوالو ته غوره چوپړتیاوې وړاندې شي.