پکتیا کې د څارویو ساري ناروغیو د مخنیوي په پار هڅې؛ له څارویو نمونې واخیستل شوې
۸ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۱۸ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د څارویو د ساري ناروغیو خپرېدو د مخنیوي په موخه ددې ولایت د ډنډپټان او لجه منګل ولسوالیو کې، د ناروغو څارویو د درملنې او د پېښو د ثبت په پار له څارویو څخه نمونې راټول او اړوندو مراجعو ته د څېړنې په موخه وسپارل شول.
د پکتیا دکرنې او مالدارۍ ریاست چاراوکي وايي، مالدارانوته په خپل وخت سره د رسېدنې او د ستونزو د حل په موخه د یاد ریاست اړوند د مالدارۍ آمریت څخه تخنیکي ټیم ډنډپټان ولسوالی ته سفر وکړ، چی لجه منګل ولسوالۍ ته په رسیدو سره سم په ستر رم کلی کې د یو نامعلومې ناروغۍ له امله وزې او وري تلف کېدل، چې د یاد ټیم له خوا د ناروغو څارویو څخه په تخنیکي ډول سره سمپل واخیستل شو.
دغه نمونې د پکتیا مرکز ګردیز او کابل ته د تشخیص په موخه لېږدول کېږي، چې تر تشخیص وروسته د ناروغو څارویو درملنه پیل شي.