پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ قومي مشرانو سره ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۱:۵۳
پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار هڅې؛ قومي مشرانو سره ناسته وشوه

د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی عبدالرؤف سعید ددې ولایت د ځنګلونو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په موخه د هلوځلو په دوام د ځاځي اریوب ولسوالۍ قومي مشرانو او ځوانانو سره دځنګلونو د قطع مخنیوي په موخه ناسته وکړه، چې په ترڅ کې یې یادو مشرانو د خپلې سیمې ستونزې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سره شریکې کړې.
ددې ناستې په ترڅ کې د پکتیا دکرنې رییس په خپلو خبرو کې وويل، چې د ځنګلونو ساتنه د کرنې رياست له لومړيتوبونو څخه ده او چا ته اجازه نه ورکوي چې ددې ولايت ځنګلونه تخريب او له منځه ولاړ شي، نوموړي مشرانو ته په ټينګار سره وويل، چې هر څوک د لمدو لرګيو په پېر، پلور او قاچاق ونيول شول د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت