پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۰:۳۸
پکتیا کې د ځنګلونو خوندیتوب په پار خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي

۹ مرغومې ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۷ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق
دپکتیا ولایت د کرنې،اوبولګولواومالدارۍ رياست اړوند دټولنې په کچه د ځمکې اوځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې لخوا ددې لایت د  احمدابا ولسوالی لسګونه اوسیدونکي د ځنګلونو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې روزل شوي دي.
په یاد دوه ورځنۍ روزیز پروګرام کې د پکتیا ولایت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند  دټولنې په کچه د ځمکې اوځنګلونو د تلپاتې مدیریت پروژې مسئول انجینر وزیر محمد الهام، د طبیعي سرچینو عمومي مدیر آصف الرحمن، د ځنګلدارۍ ټولنو غړو قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.
په دغه دوه  ورځنیۍ روزنیز پروګرام کې د ځنګلونو پر اهمیت، په راتلونکي کې دجلغوزیو په  تولید، واټر شیډونو، او داوبو دسر چینو په لارو چارو د ځنګلونوڅخه سالمه ساتنه اوتلپاتی مدیریت، دځنګلونوپه هکله عمومي معلومات، د ځنګلونو اقتصادي،ټولنیز، دچاپیریال ساتنې او دځنګلونو روغتیایي ګټې، اوهمدارنګه دځنګلونو د پریکولو زیانونو په هکله خبرې اترې وشوې.
 ګډونوالو د داسې روزنیزو پروګرامونو ترسره کول ډیر اړین وبلل او د ترسره شویو پروګرامونو څخه  خوښي وښوده او د کرنې رياست او همکارو پروژو  له دوامدارو همکاريو څخه يې مننه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت