پکتیا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې 

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۲:۵۸
پکتیا کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوی کړنې 

١ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٨ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق
د پکتیا ولایت د اماراتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي کمېټې غړي په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او بېرته راګرځولو په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. 
ددغو هلو ځلو په دوام د پکتیا ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوي
د پکتیا والي حاجي دعوت  او مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین ترمشرۍ لاندې د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت کمېسیون ناسته ترسره کړه
په د غه ناسته کې د غصب د مخنیوي کمېسیون سربېره پکتیا امنیه قومندان، مرافعې محکمې او علماوو شورا ریبسانو هم ګډون درلود، چې په ترڅ کې یې ځینې هغه سیمې او غرونه تربحث لاندې ونیول شول چې لایې هم په اړه د غصب مخنیوي کمېسیون له لوري نهایي پرېکړه نه ده ترسره شوې.
په ناسته کې د هغو سیمو یادونه وشوه، چې د جلغوزیو ونې پکې موجودې او د قومونو ترمنځ په یادو جلغوزیو خپل منځي ستونزې او دعوې روانې دي، چې دغه ستونزې هر ځل د جلغوزیو حاصلاتو په وخت کې راپورته کېږي.
په یاده ناسته کې د هغو سیمو په اړه، چې لا هم پرې د قومونو ترمنځ خپل منځي ستونزې موجودې دي پرېکړه وشوه، چې د سږنیو جلغوزیو حاصلاتو پیسې به یې له پلورلو وروسته په یوه دریم ګړي ځای( کرنې او مالدارۍ) ریاست باندې اېښودل کېږي هر کله، چې د قومونو ترمنځ رامنځته شوې ستونزې حل او کوم لوری چې ګټونکی شو یادې پیسې به له هغه وروسته همدغه ګټونکي لوري ته ورکول کېږي خو ټینګار وشو، چې لاهم ډېری دولتي ځمکې چې اوس مهال پرې عام خلک متصرف دي په بشپړ ډول نه دي تثبیت شوې او په دې اړه به د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون راتلونکي کې خپل پاتې اجراات ترسره کوي.
د پکتیا والي حاجي دعوت د امنیه قوماندانۍ، علماوو شورا او مرافعیې محکمې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون سره همکار اووسي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۱
Background image

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه دایره شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ، د تېر مالي کال د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ننګرهار لعلپورې ولسوالی دکوچنیو کاروبارونو تمویل په موخه پر لسګونو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

۲۷ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهارد کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د هالېنډ هېواد په مالي او د «کورډیډ»او «اواچ‌ډبلیو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۹:۱
Background image

نورستان کې یوشمېر کورنیو ته د بدیل معیشت په موخه محلي وزې ووېشل شوې

د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ان‌سي‌اراو» مؤسسې په مالي ملاتړ، د یاد ولایت مرکز پارون اړوند پرونز، اشټیوي او څوڅم کلیو کې ۱۰ مستحقو، بېوزلو مېرمنو. . .

بازگشت