پکتیا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه
۱۷ زمری ۱۴۰۳ه.ش
۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۶ه.ق
پکتیا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د دې ولایت دکرنې رییس سیدامین هاشمي په مشرۍ د ددې ولایت دکرنې ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پیل کې د ګډ تخنیکي پلاوی د غړو په مشرۍ د کرنی اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي مولوي سیدامین هاشمي د تېرې غونډې د پرېکړو دتطبیق په اړه ارزونه وکړه او وې ویل هغه ساحې چې تراوسه پورې د فني پلاوی لخوا نه دي لیدل شوي باید ژر تر ژره یې فني پلاوی له نږدې وګوري او د رهنمود مطابق یې ترتیب او مرکزي کمېسیون ته یې واستوي.
د غونډې په ترڅ کې د زرمت ولسوالی دوسیې، د استخباراتو ریاست ته د ځمکې موضوع او پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.