پکتیا کې د پیازو او کچالو د ۸۱ زېرمتونونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۳۱ - ۱۶:۵۲
پکتیا کې د پیازو او کچالو د ۸۱ زېرمتونونو د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي
 
۳۱ چنګاښ ۱۳۹۹
د پکتیا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې اړوند د کچالو او پیازو د ۸۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر راتلونکو میاشتو پورې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغو جوړېدونکو سړوخونو کې د کچالو ۴۰ بابه او د پیازو ۴۱ بابه صفر انرژۍ سړې خونې شامل دي، چې د پکتیا مرکز ګردیز ترڅنګ ددې ولایت په احمداباد، سیدکرم، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې جوړیږي.
د چارواکو په خبره تردې مهاله د کچالو د ۴۰ بابه صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۴۵ سلنه او د پیازو د ۴۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې ۲۵ سلنه پرمخ تللي، چې په لنډه موده کې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
دیادو پروژو د پلي کېدو موخه د کرنیزو محصولاتو مدیریت او ساتنه، د کار زمینې برابرول او په ټوله کې د خلکو اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۱۳
Background image

لغمان کې د دوو نوو پروژو له لارې ۵۰۰ جریبه جبه‌زاره ځمکه د نباتاتو د هر ډول کر لپاره اصلاح کېږي


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  وزارت د داخلي بودیجې په چوکاټ کې د لغمان د کرنې ریاست اړوند د ځمکو د زهکشۍ دوه پروژې، چې ټول ارزښت یې۸۵۰ زره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۷
Background image

دکرنې وزارت او د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ د ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو


۶ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست او ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ترمنځ؛ دڅه باندې دوه جریبه ځمکې د لېږد تړون لاسلیک شو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۴
Background image

روسیې هېواد ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د روسیې. . .

بازگشت